Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان دغه هېواد کې د کډوالو زیږيدلو ماشومانو ته پاسپورټ ورکوي

د پاکستان سما ټلویزیون د راپور له مخې د دغه هېواد لومړي وزیر، عمران خان تېره ورځ(یک‎شنبې د وږي۲۵مه) اعلان کړی دی چې دغه هېواد کې به د کډوالو  زیږدیدلو  ماشومانو ته  تابیعت ورکړي.

ده څرګنده  کړې ده چې پاکستان کې زیږیدلي لسګونه زره افغان کډوال به هم د دغه هېواد تابیعت ترلاسه کړي.

عمران خان  چې په کراچۍ  کې یې د اروپايي هېوادونو او امریکا د تعامل په اړه ناسته کې خبرې کولې، ویلي د هغو افغانانو اولادونو ته به چې  په پاکستان کې زیږیدلي او لوی شوي،  پاکستانی تابعیت ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د زرګونو افغان او بنګالي کډوالو ناورین، لامل شوی چې دغه کډوال په یو شمېر جرایمو لاس پورې کړي.

هغه ویلي دي:‎«کراچۍ کې ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې کمې شوې دي، خو یو شمېر جرایمو ته لا هم لاملونه شته دي او هغه دا چې مجرمین بې روزګاره او بې سواده دي.‎» 
 
عمران خان زیاته کړې ده:‎«دا کسان بنګالي او افغان کډوال دي چې په پاکستان کې ژوند کوي، لسګونه کاله کېږي چې دوی دلته اوسي، اولادونه یې دلته زېږېدلي دي، خو دوی پېژندپاڼه او پاسپورټ نلري.‎»
 
خان څرګنده کړې چې ډېر شمېر هېوادونو کې کډوال دا حق لري، نو پاکستان کې هم باید له دې حق څخه بې برخې نشي.
 
لومړي وزیر همداراز ویلي چې دا محرومه طبقه کسان چې پېژندپاڼه او پاسپورټ نلري او نشي کولی چې کار وکړي.

د ونوموړي په وینا د پاکستان کراچۍ ښار کې داسې دوه نیم میلیونه افغان او بنګالي کډوال ژوند کوي چې پاسپورټونه او پېژندپاڼې نلري. دی وايي دغو  کډوالو ته له دې امله پاسپورټ او پېژندپاڼې نه دي ورکړل شوې چې د لږو پیسو په بدل کې درانه کارونه  وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېښنرۍ د راپور له مخې اوس مهال، ۱،۴ میلیونه افغانان پاکستان کې د استوګڼې اسناد لري او ۴۰۰زره یې بې اسنادو ژوند کوي.

عمران خان وايي دولت به یې د بنګله دیشي او افغان کډوالو ماشومانو ته چې په دغه هېواد کې زیږېدلي دي، پېژندکارټونه او پاسپورټونه ورکړي

شریک یي کړئ