Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان یو ځل بیا د افغانستان ټیکاو لپاره پر ژمنې ټینګار وکړ

پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې افغانستان کې د ټیکاو په برخه کې به مرسته کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سهیل محمود دوشنبې(د غويي په ۹مه نېټه) د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې ویلي، پاکستان د واشنګټن له هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان کې د جګړې ختمېدو لپاره دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمد فیصل په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي:«د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یوه سوله ییز افغانستان لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه او دواړو لورو ژمنه وکړه چې په دې برخه کې له نېږدې همکاره ووسي.»

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز پرون اسلام اباد ته تللي وو.

امریکايي پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې ښاغلي خلیلزاد په دې وروستیو کې د افغانستان سولې په تړاو خپل د سفر تازه پړاو د سیمې هېوادونو ته پیل کړی دی.

خلیلزاد پاکستان له خپل دغه سفره مخکې کابل ته راغلی وو او له افغان حکومت چارواکو، یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره یې هم لیدنې درلودې.

ده کابل کې له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې د افغان سولې لپاره د اوو میاشتو هڅو په لړ کې، له طالبانو سره په خبرو اترو کې لږ پرمختګ شوی او همداراز دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د زمینې مساعدولو هڅې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان له دې دوې ورځې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسوي.

عمران خان چین د خپل سفر پرمهال زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د سولې ټیګښت، مرکزي اسیا سره د پاکستان اقتصادي اړیکه لا ښه کوي.

هغه په بیجینګ کې ویلي چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان نښلېدل چې د "یوه کمربند او یوې لارې" د پروګرام یوه برخه ده، پاکستان ته لویه اقتصادي ګټه ورسوي.

د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان سولې په اړه د امریکا هڅو ته په اشارې سره څرګنده کړې ده، هېواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي او تمه یې سیاسي حل لار ده.

د عمران خان په خبره، په افغانستان کې له ۱۷ کالو وروسته د سولې نښې شته او پاکستان اوس خپل رول لوبوي چې طالبان او د افغانستان حکومت سره یوځای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې وزارت مرستیال د یوه سوله ییز افغانستان لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه

شریک یي کړئ