د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قومندان ملا صمد وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۱ تنه طالب بلواګري وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه عملیات د ششبر تونل،د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې تېره ورځ(چهارشنبې د وري په ۲۳ مه)په لاره اچول شوي وو.
هغه زیاته کړه:«په دغو عملیاتو کې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی او د پولیسو او ملي پوځ یو یو سرتېري ټپيان شوي دي.»
هغه د دغه عملیاتو په اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل،طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.