د امریکا متحده ایالات د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې راغلي دي چې واشنګټن په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره پاکستان او د هند لپاره پر تازه تګلارې کار کوي.
په دغه رپوټ کې ویل شوي چې د دې نوې تګلارې هدف دادی چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه په نښه شي.
د رپوټ پر بنسټ، د دې تګلارې بله موخه دا ده چې طالبانو سره د سولې د خبرو شرایط برابر شي او دغه راز د افغانستان له حکومت نه ملاتړ وشي.