یوازې په تېرو دوو ورځو کې په بادغیس، فراه، فاریاب او غزني ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو له کبله شاوخوا ۹۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.
له هغې وروسته چې له دولتي ځواکونو سره د طالبانو دری ورځينی اوربند پای ته ورسېد دغې ډلې په اوو ولایتونو کې پراخ بریدونه پيل کړل.
د چهارشنبې په شپه د بادغیس ولایت په اب کمریو او بالا مرغاب ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۴۰ دولتي ځواکونه ووژل شول.
د باغیس امنیه قومندان جنرال فهیم قایم په دې اړه وویل:«د دولتي ځواکونو له ترحم څخه یې ناوړه استفاده وکړه.»
په همدې حال کې فاریاب ولایت کې د دغو ورځو پرمهال د طالبانو په بریدونوکې چې د دغه ولایت په خواجه سبزپورش ولسوالۍ کې يې کړي دي لس دولتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د دې بریدنو سربېره طالبانو په فراه ولایت کې هم پر ځينو سیمو بریدونه پیل کړي دي چې په تېرو دوه ورځو کې د فراه په بلابلوک ولسوالۍ لږ تر لږه ۱۸ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د فراه ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي:«زموږ خلک اندېښنه لري چې باید مرکزي حکومت فراه ته پاملرنه وکړي.»
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب هم څرګنده کړه:«د دښمن ۱۲ عراده موټر او نورې درنې او سپکې وسلې له منځه تللې دي.»
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، دغو بریدونوکې لس د دولت وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش زیاته کړه:«د افغانستان د دښمن په وړاندې چې ګواښونه یې رامنځته کړي، موږ له خپلو ټولو امکاناتو سره مقابله کړې او د افغانستان د خلکو یو ډېر شمېر دښمنان موږ چې اوربند یې تر پښو لاندې کړی وژلي دي.»
بلخوا د غزني ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې وروستیو بریدونو پر مهال ۱۴ دولتي پوځيان وژل شوي دي.
د بادغیس، فراه، غزني ولایتونو سربیره هلمند، ارزوګان او ننګرهار هم د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د مرګونو نښتو شاهد وو.
که څه هم طالبانو اوربند و نه غځوه، خو حکومت خپل یو اوونیز اوربند یې لسو ځورو ته وغځوه.