د تندر قول اردو چارواکي د هېواد په سویل خیتځ زون کې د وسلهوالو مخالفونو پر وړاندې شفق دوه ژمني پوځي عملیات له پیله خبر ورکوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ چارواکي زیاتوي چې یاد پوځي عملیات پکتیا، د پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو کې ترسره کېږي.
د پکتیا ولایتي چارواکي د پکتیا او پکتیکا پر لویه لاره د زرمت په ولسوالی کې د تازه امنیتي پوستو د جوړیدو پخلی کوي او زیاتوي چې په یاده ولسوالۍ کې یې وسلهوالو مخالفونو مهم مرکزونه له مینځه وړي دي.
په ورته وخت کې د پکتیا ولایتي شورا په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو د ژوند پر خوندیتوب ټینکار کوي.
د پکتیا سیمهييز چارواکي له د دې ولایت له اوسېدونکو غواړي تر څو د خپلو کلیو د امنیت ټينګښت په موخه او د ترهګرو له منځه په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاره ووسي.