د هلمند د سولې غوښتوونکو کاروان غزني ښار ته په رسېدو سره د خلکو له هرکلي سره مخ شو.
په غزني ښار کې هم یو شمېر ځوانان له دې کاروان سره یوځای شوي او پلی یې کابل ته د راتلو هوډ کړی دی.
دوی غواړي کابل ته په رسېدو سره افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته د سولې پیغام ورکړي. د سولې غږ يې هرځای ته رسېدلی او هرڅوک يي چې ویني ورته د کامیابۍ هیله کوي.
د غزني اوسېدونکي د جمعې په ورځ د دغو سوله غوښتونکو د هرکلي لپاره په سره لمر ولاړ وو.
له دوی څخه وايي:«خدای مهربان دی، خدای دې تاسې (سوله غوښتونکي) خپلې موخې ته ورسوي، خدای دې د دغو مظلومو خلکو غږ واوري.»
د هلمند سوله غوښتونکي، اوس غواړي چې د دوی په مخکې د لارې پر سر له ولسوالیو او همدارنګه د میدان وردکو ولایت له مرکز په تېرېدو سره ځانونه کابل ته ورسوي.
یو له دغو سوله غوښتونکو څخه څرګنده وي:«په غزني کې له موږ څخه داسې هرکلی وشو چې موږ یې تمه نه لرله. په زرګونه تنه واټونو ته راووتل او د دین عالمانو هلته په څرګنده وویل چې دا د حق غږ دی او په هېواد کې اوسنۍ جګړه باید پای ته ورسېږي.»
دغو اعتراض کوونکو لومړی په هېواد کې د تاوتریخوالي د دوام مخنیوي په موخه هلمند کې د اعتراض خیمه ودروله، خو د غوايي میاشتې په ۲۴مه نېټه د کابل په لوري یې پلی حرکت پيل کړ.
دا حرکت په هېواد کې د سولې لپاره تر ټولو خود جوش او پياوړی حرکت بلل کېږي.