په لندن کې یوه افغان کډوال چې یو پاکستانی وګړی یې د چړې په واسطه وژلی، ادعا کوي چې د طالبانو یوې پټې ډلې سره پیوستون ته هڅول شوی وه.
دغه کډوال احسان الله محبت نومېږي او وايي چې ۲۴ کلن عرفان یې هغه مهال په چړې په زړه کې وواهه چې هڅه یې کوله په لندن کې د طالبانو له یوې پټې ډلې ته یې جذب کړي.
د ډیليمېل د ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، دغو دوو ځوانانو د لندن په ووډ ګرین سیمه کې په یوه رسټورانټ کې سره په جګړه شوي وو.
احسان الله چې اوس ۱۸ کاله عمر لري، همدارنګه ادعا کوي چې دغه پاکستاني ځوان ورته ګواښ کړی وه کهچېرې له دوی سره یوځای نهشي وبه وژل شي.
کهڅه هم له دغې پېښې ډېر وخت تېرېږي، خو د هغوی دوسیه تراوسه په لندن کې وروستۍ شوې نه ده.