د هرات، بادغیس او فاریاب په ولایتونو کې سېلاوونو لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي او څه باندې ۲۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
په دغو ولایتونو کې ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې په دغو سېلاوونو کې ځينې کسان نادرکه شوي هم دي، او په سلګونه کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.
له دې ډلې هرات کې د سېلاوونو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او څه باندې لس تنه نور ټپيان دي.
هرات کې د سرې میاشتې ادارې رییس میرګلاب الدین میري په دې اړه وویل:«له بده مرغه دوه ماشومان او دوه سړي د سېلاو قرباني شول. او همدارنګه دوه تنه د شیدايي په سیمه کې ثبت شوي چې وژل شوي دي.»
په ورته وخت کې، د هرات ځينې اوسېدونکي چې په دغو سېلاوونو کې زیانمن شوي، له حکومته او مرستندویه بنسټونو د لاس نیوي غوښتنه کوي.
د هرات اوسېدونکې نسیمه وايي:«هر څه مې سېلاو یوړل؛ هېڅ هم نه لرم؛ هر څه ولاړل...»
د هرات بل اوسېدونکی شیراحمد هم څرګندوي؛:«زموږ کور او کښتونه سېلاو زیانمن کړل؛ نه پوهېږم څه وکړم چې د کال له پیله له داسې ستونزو سره مخامخ شوم.»
په بادغیس کې هم د سېلاوونو د راتلو له امله درې تنه وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي په دې اړه وویل:«درې تنه شهید لرو او پنځه تنه هم ټپيان دي او دوه تنه نور هم نادرکه دي. د سیمې اوسېدونکو ته زیات مالي توان هم رسېدلی دی.»
په وته وخت کې، مرسته رسوونکو ډلو هرات کې د سېلاو ځپلو مرستو ته وردانګلي دي.
احمد جاوید نادم، عضو کمیتۀ حالت اضطرار در هرات اظهار داشت: «تبعات فاجعه بسیار زیاد است؛ حدودأ بیش از دوصد خانه در یک منطقه مکمل ویاهم قسمأ تخریب شدهاند.»