Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې له هرو درېيو ماشومانو څخه یو له هغوی واکسین شوی نه دی

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د لسګونه زره ماشومانو د نه واکسین کېدو له امله اندېښمن دی.

د ملګرو متلونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ یا یونیسف دفتر وايي چې افغانستان کې په اټکلي توګه د روان کال په لړ کې له ۱۶۰ تر ۲۰۰ زره تنه ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واسکین تر لاسه کړی نه دی.

د یونیسف د خبرپاڼې پر بنسټ، دا مسله نه یوازې د هغو ماشومانو ژوند ګواښي چې واسکین شوي نه دي بلکې د هغو ماشومانو ژوند هم ګواښي چې هغوی ته لنډ دي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له هرو درېیو ماشومانو څخه یو له هغوی خوندي نه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نړیوالې روغتیا سازمان استازی ریچارډ پیپرکورن په دې اړه وویل:«موږ د خونديتابه او د نویو واکسینونو د پوښښ د ښه‎والي شاهدان یوو.»

هغه زیاته کړه:«خو افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج، سرخکانو او سرخچې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره تراوسه کوم پروګرام نه‎لري. موږ باید تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د نړیوال واکسین موخو ته د رسېدو لپاره همغږي هڅې ترسره کړو.»

په ورته وخت کې د هېواد د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې اړه وویل:«خوندیتوب د هر ماشوم حق دی. موږ باید خپلې هڅې ګړندۍ کړو ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په هېواد کې ټول ماشومان واکسین شوي دي او د مخینوي کېدونکو ناروغیو څخه خوندي شوي دي.»

هغه زیاته کړه:« د خونديتوب له لارې، کولای شو چې ماشومان، د سرخکانو، ګوزڼ او پنوموني چې له پنځه کاله د کم عمره ماشومانو اصلي وژونکي دي خوندي کړو.»

په تېر زیږدیز کال کې د یونیسف د شمېرو پر بنسټ، له یوه کال څخه کم عمره یو مېلیون او ۲۵۰ زره ماشومان، د سرخکانو، پولیو، تور ټوخي، ټېتانوس، ډیفټري، ټوخي سینه بغل، مننژیټ او سل یا نرینځ په وړاندې واکسین شوي دي.

په همدې موده کې، ۹۰۰ زره امیندواره میندې او له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو، له وخت مخکې د زېږون خوندیتوب، له ماشومانو د مراقبت، سنیه بغل، نس‎ناستي او مننژیت درمل ترلاسه کړي دي.

شریک یي کړئ