Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ولسي جرګه کې د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه د شخړو دوام

د ولسي جرګې ځینې غړي، د وګړو د احوالو د ثبت قانونو په اړه هر ډول خبرې اترې او د ګډې کمېټې پرېکړه پای ته رسېدلې بولي.

ځینې دغه استازې، د نن په عمومي غونډه کې ګواښ کوي چې حاضر دي چې د ګډې کمېټې د پرېکړې د دفاع لپاره چې ګواکې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ملت او قوم وییونه ذکر شي، وسله پورته کړي.

د ولسي جرګې یوه غړي انجینیر صاحب خان په دې اړه وویل:«رای ګیري پای ته رسېدلې ده، که‎چېرې په دغه تالار کې کوم څوک ډېر بحث کوي، موږ جګړې او سوک ته چمتوو یوو او په خدای قسم چې په همدغه تالار کې د وینې ویالې به جاري شي.»

خو، د ولسي جرګې ځينې نور غړي د ګډې کمېټې کار ناقانونه بولي او ټینګار کوي چې دا ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د ولسي جرګې غړې راضیه منګل وايي:«هیله کوم د ولسي جرګې غړو ته ننګونه مه کوئ، او که‎چېرې زور ازمايي کوئ، په افغانستان کې زور مالوم دی، لاس مو خلاص او توره مو ازاده.»

عبدالودود پيمان هم په دې اړه زیاتوي:«د افغانستان خلکو تاسې دلته د دې لپاره راوستولي یاست چې نور جنګي توغندي او قومي پالنه پای ته ورسېږي د خبرو اترو او منطق او د بیان د فصاحت له لارې خپلې ستونزې حل کړئ.»

خو دا بحثونه تر هغه ځای وړانډې تللي دي چې د ولسي جرګې ځیني غړي د وګړو د احوال ثبت قانون له ځینو نورو موضوعګانو لکه د افغانستان په کلیزه کې د ملي اتل په توګه د احمد شاه مسعود د نوم ځایولو سره تړاو ورکوي. او هغه یوازې د پنچشېر اتل بولي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی څرګندوي:«احمد شاه مسعود اتل دی، نو د پنچشېر لپاره اتل دی، پنچشېر یې ساتلی زموږ په کندهار، زموږ په ارزګان، زموږ په پکتیا او زموږ په مشرقي کې یې یو ډز هم نه دی کړئ.»

له دې سره د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د ښاغلي بارکزي دا څرګندونې وغندلې.

هغه وویل:«تاسې د مسعود د شخصیت په اړه لږ انصاف ولرئ، د افغانستان ملي اتل د یوه مسلمان ملت په توګه ولرې هغه یو ملي اتل دی.»

د ولسي جرګې یو بل غړی شهزاده شاهد هم څرګنده کړه:«دا خبره په شهید احمد شاه مسعود ته مه منسوبه وئ هغه له افغانستانه دفاع کړې ده له اسلام څخه یې دفاع کړې ده له خپل نوامیسو څخه یې دفاع کړې ده.»

له دې سره چې اداري پلاوی د استازو په کار کې تر قانون پورته لاسوهنه ردوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر میرداد نجرابي وویل:«د ګډې کمېټې تعیینول د اړوند کمېسیون واک دی پر دې اساس دلته اداري پلاوي او رییس د رایو تحکم کړی زموږ واک یې سلب کړی، موږ په اعتراضي توګه په دغې غونډه کې ګډون ونه کړ.»

جعفر مهدوي هم څرګنده کړه:«تاسې ښاغلی رییس! د اساسي قانون پر خلاف او د کورنۍ دندۍ د اصولو پر خلاف، یوه څو کسیزه اداره پر ټول ملت مه تحمیل وئ.»

د شنبې ورځې غونډه کې د جرګې رسمي اجنډا کې د تذکرو د موضوع ځایولو لپاره د جرګې غړو لازم نصاب درلود، خو اداري پلاوي دا کار و نه کړ.

شریک یي کړئ