Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د امریکا لخوا د تبلیغاتي پاڼو د خپرولو پر ضد لاریون

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې نن(سې‎شنبې د وږي پر ۲۱مه) یو شمېر ځایي خلکو د امریکايي ځواکونو لخوا د طالبانو پر ضد د تبلیغاتي پاڼو خورولو پرضد چې ویل کېږی په کې دیني سپکاوی شوی، لاریون وکړ.

لاریون‎کوونکو غوښتنه کوله چې د دې کار عاملینو ته دې د افغانستان د محکمو له خوا سزا ورکړل شي.

یو شمېر لاریون کوونکو له ځانه سره د طالبانو بیرق لېږداوه.

یوه لاریون کوونکي، حکمت‎الله حقمل وویل:«موږ تل د خپلې کلیمې د دفاع لپاره چمتو یوو او حتا قرباني به ورکړو.»

همداراز بل لاریونکوونکي، سیف‎الرحمن حبیبي څرګنده کړه:«امریکا دې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي، افغانستان له ۱۶ کلونو راهیسې چې امریکا عملا په افغانستان کې جګړه پيل کړه په زرګونه هېوادوال او زموږ ورونه شهیدان شول.»

بل یې، غلام جیلاني زیاتوي:«په پرله‎پسې توګه زموږ دیني مقدساتو ته سپکاوی کوي او خپله بې بې ادبي ښيي، د هغوی دا کار هېڅکله د بخښلو وړ نه دی.»

همداراز لاریون کوونکو په پای کې د اته ماده‎ییزې پرېکړې سره خپلې غوښتنې بیان کړې.

په پرېکړه‎لیک کې ویل شوي دي:«که‎چېرې حکومت په دې اړه قانوني اقدام ونه کړي، ملت او خلک به د خپلو مقدساتو له دفاع څخه به هر هغه څه چې په واک کې لري استفاده به یې کړي.»

امریکايي ځواکونو پنځه ورځې مخکې په کاپیسا، پروان او د کابل پر یو شمېر سیمو د طالبانو پر ضد تبلیغاتي پاڼې خورې کړې چې ویل کېږي په کې اسلام ته سپکاوی شوی دی. وروسته له دې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د خپل دې کار له امله د افغانستان له خلکو بخښنه وغوښته.

په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو قومندان وویل چې نور به داسې کار تکرار نه‎شي.

لاریون کوونکو د درېیو ساعتونو لپاره د کابل‎ـ‎شمال عمومي لاره د تګ راتګ پر وړاندې تړلې وه  او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول

شریک یي کړئ