د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست د ځانګړې قطعې ځواکونو په کابل کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دی.
دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې ورځې( غوايي په ۲۷ مه) له غرمې وروسته رسنیو ته استول شوې ویلي دي چې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول عبدالمهین او د هغه مرستیال صفي الله د کابل په یولسمې ناحیه کې نیول شوي دي.
په خبرپانه کې راغلي دي چې نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په کابل ښار کې یې د داعش ډلې لپاره د جنګیالیو په نیولو کې فعاله ونډه لرله.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې دغو کسانو دنده اخیسته وه چې د داعش ډلې کورنۍ له ننګرهار څخه کابل او له دې ځایه جوزجان ولایته ولېږدوي.