په کندهار کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان نن جمعه د یوه ځانمرګي موخه ورګرځېد.
د پېښې شاهدان وايي چې یو ځانمرګی برید ګر په یوه موټر بم کې سپور وه او د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان یې د کندهار د هوايي ډګر تهڅېرمه په نښه کړ.
په ورته وخت کې، یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه برید پر رومانیايي ځواکونو ترسره شوی دی او په پایله کې د دغو ځواکونو درې تنه ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
او تراوسه په دې اړه ډېر جزئیات هم وړاندې شوي نه دي.