د قوانینو کمېټې، د نفوسو د احوالو قانون د تعدیل طرحه د تابعیت په تذکره یا پېژندپاڼه کې د مور د نوم له لیکلو سره تایید کړه.
د تعدیالاتو دغه طرحه په پېژندپاڼو کې د مور د نوم د لیکلو لپاره د ښځو د حقونو د فعالانو د غوښتنې پر بنسټ چمتو شوې ده.
د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش چې د قوانیو کمېټې رییس هم دی په فېسبوک پاڼه کې لیکلي دی چې د دغې کېمټې غړو په دې هکله خپل لیدلوري وړاندې کړی او دا تا تعدیلات یې تایید کړي دي.
دا طرحه د عملي کېدو لپاره لومړی په کابینه او بیا په پارلمان کې تصویب شي.
په دغې غونډه کې کې د ځينو نورو دولتي بنسټونو د بدلون په هکله هم بحث شوی دی.
د ښاغلي دانش د دفتر په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس د دغې تعدیل طرحې د اړتیا په هکله وویل چې د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د ادغام په دلیل او همدارنګه د ښځو د حقونو فعالانو غوښتنې پر بنسټ په پېژندپاڼه کې د مور د نوم د لیکلو لپاره د تعدیل دا طرحه چمتو شوې ده.
دا پرېکړه له هغې وروسته ونیول شوه چې د ښځو د حقونو ځينو فعالانو «زما نوم چېرته دی» په نامه کمپاین پيل او د تابعیت تذکره کې د مور د نوم د لیکلو غوښتونکي شول.