Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځانمرګو بریدونو واسکټ‎جوړولو په تور د دوو پاکستانیانو نیول

د ننګرهار ولایت پولیسو نن(سې‎شنبې د کب۱۵مه) په دې ولایت کې د دوو پاکستاني وګړو له نیول کېدو خبر ورکړ چې ځانمرګو بریدګرو ته یې واسکټ چمتو کول.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمي وايي په دې ولایت کې د دوو پاکستاني وګړو ترڅنګ لسګونه نور کسان د ترهګریزو او جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

دا کسان د ننګرهار مرکز جلال آباد ښآر ترڅنګ له بیلابیلو برخو نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي په دې ولایت کې د ترهګریزو بریدونو او جنايي پېښو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي، خو امنیه قومندان یې به پروړاندې د مبارزې خبر ورکوي.

ښاغلی رحیمي وايي:«د هغو دوو کسانو په ګډون چې د ځانمرګو بریدونو واسکټونه یې چمتو کول د واسکټونو سره یو ځای نیول شوي دي.»

ده زیاته کړه:«یو شمېر ترهګر چې غوښتل یې په ننګرهار ولایت کې ترهګریز بردونه ترسره کړي، موخې ته تر رسېدو مخکې نیول شوي دي.»

هغه دوه تورن کسان چې ځانونه د پاکستان اوسېدونکي بولي یو یې عبدالرحمن او بل یې احمد نومیږي.

عبدالرحمن څرګندوي:«موږ د پاکستان دپېښور اوسېدونکي یوو او موږ ته یې پاکستان کې روزنه راکړې ده چې ا فغانستان ته ولاړ شو او هلته امریکایان دي او موږ راغلي یوو افغانستان ته او پولیسو موږ په تمځای کې ودرولو او موږ نه یې پوښتنه وکړه او موږ ورته کیسه وکړه چې یوه کس موږ وغولولو او او افغانستان ته راغلو او اوس هغه رانه پټ دی، موږ د ځانمرګي برید لپاره نه یوو راغلي.»

د پاکستان اوسېدونکی، احمد زیاتوي:«د عثمان په نامه یوه کس راته وویل چې د افغانستان اسلامي امارت ته ځو چې امریکایان هلته دي او موږ ته یې یوه میاشت روزنه راکړه او افغانستان خوا ته راغلو ا و دلته د پولیسو لخوا ونیول شوو او پولیسو ته مو وویل چې موږ یې تېر  باسلي یوو.»

د یوه بل خبر له مخې نن په جلال آباد ښار تورخم لار کې د اورلګېدنې له کبله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د ننګرهار د والی ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې اور په بهسودو کې لومړۍ د تورخم آډې په سیمه کې له یوه ټانکر څخه پیل شو او بیا وروسته ۴۰دوکانونو ته وغځيد.

د ننګرهار ولایت پولیسو په دې د دوو پاکستاني وګړو په ګډون د ترهګرۍ په تور د لسګونو کسانو له نیولو خبر ورکوي

شریک یي کړئ