یو شمېر هېوادوال وایي په ملي شورا کې د دوی ډېری استازي په لویو پرېکړو کې ملي ګټې تر پښو لاندې کوي او خپلو شخصي ګټو ته پام کوي.
دوی وايي چې د ولسي جرګې دغو غړو، د ملي امنیت د عمومي رییس د استیضاح په وړاندې معامله کړې ده.
د لوګر اوسېدونکی حکمت الله په دې اړه وايي:«پارلمان په خپل کاري کلونو کې ثابته کړې چې هېڅکله ملي ګټو ته فکر نه کوي.»
د کابل اوسېدونکی محمد ادریس په دې اړه وویل:«د افغانستان پارلمان تل په سوداګریو او اختلاسونو کې لاس لرلی دی او د خلکو د رایو له حق څخه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.»
د ملي شورا ځينې غړي په ځانګړې توګه د ولسي جرګې غړي د ملي شورا په ډېریو غونډو کې د امنیتي بنسټونو له ناتوانیو نیوکه کوي، خو د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت د عمومي رییس له استیضاح په سادهګۍ سره تېر شول.
ځینې خلک په دې اند دي چې د ولسي جرګې ډېری غړي د حکومت پر کړنو څارنه د ځان لپاره یو ډول امتیاز بولي.
د کابل اوسېدونکی مطیع الله سروري څرګنده کړه:«ټول هغه کسان چې په دغه هېواد کې ژوند کوي، د دولت په شمول د افغانستان له پارلمانه ستومانه شوي دي.»
د کابل بل اوسېدونکی ضیا عباسي هم وايي:«پارلمان تر ډېره د خپلو شخصي معاملو په فکر کې وي د ملت لپاره کار نه کوي، موږ او تاسې تر ډېره شاهد یوو چې وکیلان، وزیران د خپلو شخصي ګټو لپاره استیضاح کوي.»
له بلخوا د ملي شورا پر کړنو د څارنې بنسټ یو مسوول وايي د ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې ۱۳۵ تنه حاضر و، خو د استیضاح بهیر په پيلیدو یوازې ۶۶ تنو رایه ورکړه چې د ملي شورا د غړو دا کار له حکومتي چارواکو سره د استازو د پټو معاملو ښودنه کوي.
د ښځو د مطالعاتو بنسټ پر پارلماني چارو د څار پروګرام مسووله عاطفه ابراهیمي په ډاګه کوي:«هغه څه چې زموږ لیدونکو د پارلمان په کچه لیدلي د دې څرګندويي کوي چې په هغې ورځې جوړجاړی شوی دی.»
د ولسي جرګې د نصاب نه پوره کیدل د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت په عمومي ریاست کې د معصوم ستانکزي د پاتې کېدل لامل شول.
له هماغه پيله کله چې دوې اونۍ مخکې د ملي امنیت د عمومي رییس د استیضاح موضوع په ولسي جرګه کې مطرح شوه، د جرګې غړي په دوو برخو ویشل شوي و.