د سمنګان د امنیه قومندانۍ چارواکو د سېشنبې په ورځ (د وږي په ۵مه) د دې پخلی وکړ چې طالبانو د سمنګان درې تنه هغه اوسېدونکي په ډزو سره ووژل چې تېر اوونۍ برمته شوي وو.
طالبانو یوه اوونۍ مخکې د سمنګانو د ولایتي شورا غړي سید حلیم ساداد په ګډون د دغه ولایت پنځه تنه اوسېدونکي د بغلان له چشمه شېر سیمې څخه وتښتول چې سید حلیم سادات او یو بل کس یې درې ورځې مخکې په ډزو سره وژلي او درې وو.
د بغلان پولیس وايي د درې تنه نورو چې د طالبانو په برمته کې وو، مړي یې نن په بغلان کې موندل شوي دي.
دا درې تنه د سمنګان قومي مشران وو.
خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.