Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډنفورډ: امریکا نه غواړي چې افغانستان د ترهګرو پټن ځای وي

د امریکا د ملي پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وايي چې امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن‎ځای بدل شي.

د امریکا د ملي پوځ لوی درستیز، زیاتوي چې امریکا د افغانانو ترمنځ د یوې هوکړې په لټه کې ده.

هغه په دې اړه وویل:«موږ د افغانانو ترمنځ د داسې خبرو په اړه فکر کوو چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن‌ځای بدل نه شي.ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر روښانه ویلي، له پرمختګونو سره سره باید موږ ډاډه شو چې موږ د ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدلي یوو. اوس له وخت مخکې ده، زه اوس د وتلو کلمه نه کاروم. غواړو ډاډه شو چې افغانستان بیا د ترهګرو په پټن‎ځای نه بدلېږي او دې هېواد ته سوله او ثبات راځي.»

د ډنفورډ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوې نوې مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کابو ۸۶۰۰ امریکايي سرتېري ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر د پنج‌شنبې په ورځ له فاکس راډیو سره په مرکه کې ویلي، له طالبانو سره یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته به هم، یو شمېر امریکايي سرتېري افغانستان پاتې شي.

هغه وايي:«موږ به افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر اته زره او شپږ سوه ته را کم کړو، موږ به هلته جګړه نه کوو، موږ یوازې د پولیسو دنده مخ‌ته وړو، موږ کولای شول ډېر ژر دا جګړه وګټوو، ان لس مېلیون کسان مو وژلای شول، خو موږ دا نه غواړو.»

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د ټرمپ دا څرګندونې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو اترو اغېزمنې وې او د جمعې په ورځ ښاغلي خلیل‌زاد طالبانو د ټرمپ د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړی دی.

سرچینې وايي، خلیل زاد طالبانو ته ویلي دي، د دوحې هوکړه به وروستۍ او عملي وي او د امریکا ولسمشر له دې کبله چې سیاستوالو سره اختلاف لري، دا ډول خبرې کوي.

بل لورته بیا د سولې عالي شورا خبرداری ورکوي، که د افغان حکومت مرکچي پلاوی ټول ګډونه نه وي، ګوندونه او سیاسي جریانونه به خپله له طالبانو سره خبرې وکړي.

د سولې عالي شورا ريیس کریم خلیلي په دې اړه زیاته کړه:«ښاغلیه ولسمشره! که‎چېرې هڅه دا وي چې مرکچي پلاوی یوازې له ارګه جوړ شي، د ارګ په غوښتنه ترتیب شي او اسلو ته ولاړ شي دا یو ډېر خام حرکت دی.»
ټاکل شوې ده چې دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته، بین الافغاني خبري پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوې نوې مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کابو ۸۶۰۰ امریکايي سرتېري ستانه کړي.

شریک یي کړئ