نن ماښام مهال کابل ښار کې د هوايي ډګر پر سړک یوه هوټل کې، د چاودنې له امله شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پېښه د یو تن بریدګر له لوري شوي، چې له ځان سره لېږدونکي چاودېدونکو ته يې په تالار کې د ننه چاودنه ورکړې ده.
هغه وویل چې اورانوس د دونو تالار کې د دیني علماوو له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت غونډه نیول شوې وه او ډېری قربانیان يې هم دیني علماء دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح هم وايي، چې په پېښه کې وروستي جزییاتو کې ویلی شي چې پورته شمېر تلفات اوښتي دي.
هغه وویل ټپیان د پېښې سیمې ته نږدې روغتيايي مرکز شیخ زاید روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا پېښه غندلې او د قربانیانو له خپلوانو سره يې خواخوږي ښوودلې ده: «جمهوررئیس غني د دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل د سخت غندلو پرمهال وویل، د میلادالنبي او د اسلام ستر پیغمبر د لارښوونو د نمانځنې پر مراسمو چې د سولې او رحمت پیغام یې درلود، تروریستي برید د اسلامي ارزښتونو او د نبي کریم (ص) له لارې او طریقې سره دښمني په ډاګه کوي. »
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د همدې پېښې له امله سبا (چهارشنبه، د لړم ۳۰مه) د ملي ماتم ورځ ده.
په دې اړه مو اندونه