د ملي امنیت ریاست د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۷ مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوې څلور کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې دغه کسان له ځینو وسلو سره د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه کې نیول شوي دي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوي چې دغه کسان چې دغو کسانو د ټکسي چلولو په واسطه کابل ښار کې د وسلو او مهماتو په لېږد او ساتلو، داعش ډلې ته د خلکو جذبولو، او له کابل ښاره نورو ولایتونو ته د دغې ډلې د جنګیالیو په لېږد کې فعاله ونډه لرلې ده.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دغې شبکې د کابل ښار په قرغې سیمه کې یو پټنځای درلود چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا وپېژندل شول.
له دغه پټنځایه یو اندازه جنګي وسلې، یو د ځانمرګي یو واسکټ او یو عراده کرولا ډوله موټر هم ترلاسه شوی دی.