Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د پاکستان سفیر:یو با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان وايي چې یو باثباته افغانستان د پاکستان د امنیت ضامن دی او دواړه هېوادونه باید له ترهګرۍ سره په جګړه له یو بل سره همکاري وکړ.

د پاکستان سفیر ادعا کوي چې دغه هېواد له هر ډول تبعیض څخه پرته د ترهګرو ډولو په وړاندې مبارزه کړې ده.

په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د دغه هېواد د ازادۍ اویایمه کلیزه په یو لړ مراسمو سره ولمانځل شوه.

د خیبرپښتونخوا اعلا وزیر اقبال ظفر چهګرا په دغو مراسمو کې وایي د افغانستان او پاکستان ګټه او زیان یو دي او که دواړه هېوادونه سره یو لاس شي آن لوېدیځ هم ورسره مقابله نه‎شي کولای.

هغه زیاته کړه:«زموږ ګټه او توان یو دی او هر کله چې دواړه هېوادونه سره یو شي حتا لوېدیځ هم نه شي کولای له هغوی سره مقابله وکړي.»

په داسې حال کې چې پاکستان ترهګرو ډلو په تیره بیا طالبانو او حقاني ډلې ته په پناه ورکولو تورن دی خو په کابل کې د نوموړي هیواد سفیر له ټولو ډلو سره له توپیر پرته د مبارزې خبره کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وویل:« د پاکستان مېړنیو امنیتي ځواکونو له توپير پرته د ترهګرو ډلو پرخلاف بریدونو کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، یو باثباته افغانستان په پاکستان کې د سولې او ټیکاو لپاره مهم دی.»

خو د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمدمحقق چې په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د دغه هېواد د ازادۍ د لمانځلو په مراسمو کې مېلمه وه وايي ترهګرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناسم پوهاوی رامنځته کړی دی.

د اجرائیه دویم مرستیال محمد محقق وویل:«کله چې افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې سره یو بل ته لاس ورکړي،کله چې زموږ خیتځ، لوېدیځ او شمالي ګاونډي هېوادونه له موږ سره مرسته وکړي،ترهګر له اسمان څخه زموږ هېواد ته راکوزېدای نه‎شي.»

په دې ناسته کې همداراز وویل شول چې پاکستان یوازې په ۲۰۱۶ کال کې افغانانو ته څه د پاسه ۳۵۰ زره ویزې صادرې کړې چې زیات شمېر یې هغه ناروغان و چې پاکستان ته د درملنې لپاره تلل.

شریک یي کړئ