ځينې کارپوهان او خلک وايي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د دغه حکومت په پنځه کلن پېر کې خپلې هغه ژمنې نه دي عملي چې د حکومت په پيل کې یې کړې وې.
کله چې په ۱۳۹۳ کال کې ملي یوالې حکومت په کار پېل وکړ؛ هغه پېژندګلوي چې د هېوادوالو د حکومت له مشرانو لرله، له اندېښنې سره ملې هیله مندۍ سره په تمه پاتې شول چې د هغه وخت د ستونزو د هواري لپاره به د دوی لومړي ګامونه څه وي؟
اشرف غني د تېرو پنځو کلنو د لوړې په مراسمو کې ویلي و:«موږ هیله لرو چې له دې وروسته په هېواد کې سیاست د بې ثباتۍ وسیله نه؛ بلکې د ثبات د ټينګښت وسیله وي، همدا زموږ د ملي حکومت بنسټيزه موخه ده.»
خو کارونه هغسې چې د ملي یوالي حکومت د مشرانو په خبرو کې ویل کېدل په آسانۍ مخته نه تلل.
هغه څه چې د عبدالله عبدالله او غني د واک مساویانه ويشل بلل کېده او د دغه حکومت د جوړېدو بنسټ یې جوړاوه؛ په ځلونو دواړه لوري د یو بل پر وړاندې لفظي مقابلې ته وهڅول او ان د دې لامل شول چې په ډېری داسې حالاتو لکه د سولې بهیر چې باید دواړو لوریوله یوه واحد آدرسه پرېکړه کړې وای؛ داسې ونه کړل.
د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي و:«ما وویل چې هره پرېکړه چې کوم، د سیاسي ثبات لپاره دي او نن هم زموږ مخالفت په دې مسلې دی چې سیاسي ثبات له منځه وړي. زه په دې برخه کې د سیاسي ثبات د راوستو لپاره مرسته نه شم کولای؛ ځکه زه پوهېږم چې څه پېښېږي.»
په ځینو لویو ملي مسایلو کې د اجماع پر نشتوالي سربېره ؛ د کابینې په جوړولو کې د نظر نه یوالي چې په دغو پنځو کلونو کې یې افغانستان له یوې بشپړې کابینې لرې وساته او وزارتونه سرپرستانو اداره کول او دغه راز په هېواد کې د تاوتریخوالو پای ته نه رسېدل د ملي یوالي حکومت له نورو ناخوالو وو.
په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی د دې لامل شو چې پر ولسوالیو سربېره د هېواد څو لوی ښارونه لکه کندز غزني او فراه هم څو ځله د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شي .
د تېرکال په سلواغې میاشت کې اشرف غني وویل چې د ملي یوالي حکومت یوازې په څلورو کلونو کې د دولتي ځواکونو تلفات پنځه څلویښت زرو ته رسېدلي دي.
خبریال وحید پیمان په دې اړه وايي:«تر ډېره یې هڅه وکړه چې په واقعیت کې یو بل استهلاک کړي. دا په واقعیت کې د ملي یووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې ترټولو ستره کمزورتیا وه.»
خلک په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره نه دوی د خوښۍ ورځ ولېده او نه هم د حکومت مشرانو.
د ملي یووالي حکومت له جوړېدو د وړاندې ورځو په څېر افغانستان د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له ټاکنو وروسته ترینګلیتاوو شاهد دی. دا ځل داوړه لوري د جلا جلا حکومتونو تر اعلانه هم مخته تللي دی او ظاهرا داځل نه غواړي چې یو ځل بیا په ګډ حکومت کې له یو بل سره کار وکړي.