Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کارپوهان: ولایتونو ته د جنرال دوستم سفرونه ننداریز دي

یو شمېر کارپوهان شمالي ولایتونو ته د جنرال عبدالرشید دوستم سفرونه پرته له لاسته راوړنو، ننداریز او ان په ځینو برخو کې د خپلو سیاسي سیالانو د ځپلو په موخه ګني.

یو شمېر سیاسي کارپوهان او د ولسي جرګې غړي وايي د ولسمشر د لومړی مرستیال په دې سفرونو کې ډېر مالي امکانات او پیسي لګول کیږي.او د نوموړي سفرونو کومه پایله نه درلوده؛ کله چې دی کابل ته راځي دولت وسله‎وال مخالفین پاکې شوې سیمې بېرته نیسي او له ملکي خلکو او پوځیانو غچ اخلي.

د پوځي چارو کارپوه، میرزا محمد یارمند وايي:«ګټه یې دا ده، کله چې جنرال دوستم سیمې ته ځي نو ترهګر تښتې؛ خو کله چې بېرته راځي، ترهګر بېرته سیمو ته راځي او له مخکې ډېر تاوتریخوالي سره خپل فعالیتونه کوي او له خلکو غچ اخلي.»

د فاریاب ولایت استازی، محمدهاشم هاشم وایي:«د ترهګرو بریدونو شاتګ لپاره یې کمه ګټه درلوده، خو هغه ډول چې خلک یې تمه لري او درلوده یې، ګټه یې نه ده کړې او د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.»

سره له دې، ولي د ولسمشر لومړی مرستیال په وار وار فاریاب او جوزجان ته ځي؟ په داسې حال کې چې میلیونونه شخصي ډالر او دولتي پوځي امکانات لګول کېږي.

دمشرانو جرګې غړی، فیصل سمیع وايي:«زما له په اند دا یو ننداریز خوځښت دی؛ یعني جنرال دوستم غواړي چې د ځواک ننداره خپلو سیاسي سیالانو ته وړاندې کړي. دی باید دې ته هم پام و کړي چې نیول شویو سیمو ته ترهګر بېرته رانشي او داسې کار وکړي چې سیمه د تل لپاره پاکه شې او عملیات اغیز ولري.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«تر هغه چې دښمن تعقیب نشي او د تېښتې لاره یې ونه تړل شي بیا راځي؛ دا ځل هغو ځواکونو ته چې د لومړي مرستیال صاحب تر امر لاندې جګړه کوي امر دی چې دښمنت تعقیب کړي او له منځه یې یوسي.»

جنرال دوستم له کابو ۱۵کلونو وروسته د څلورم ځل لپاره پوځي جامې په تن کړۍ او په فاریاب او جوزجان کې د جګړې ډګرونو ته لاړ.

له دې سره سره وبه لیدل شي چې د جنرال دوستم دغه سفر به څه پایلې ولري.

یو شمېر کارپوهان شمالي ولایتونو ته د جنرال عبدالرشید دوستم سفرونه پرته له لاسته راوړنو، ننداریز او

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه