د کاپیسا د ولایتي شورا غړي او یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري او امنیتي بنسټونه یې په مخنیوي کې پاټې بولي.
د کاپيسا ولایتي شورا غړي وايي تېرو پنځو میاشتو کې ۴۰ تنه د جنايي پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ولایتي شورا رئیس، محمد حسین سنجني په دې اړه وايي:«سږ کال په کاپیسا ولایت کې د هدفي وژنو شمېر زیات شوی دی او هیله لرو چې مخه یې ونیول شي.»
دا په داسې حال کې ته چې ناپېژاندو وسله والو په دې لنډ وخت کې د ادریس په نامه یو کس د خپل کور مخې ته ووژلو. نوموړی د کاپیسا ولایت کوهستان ولسوالۍ لومړۍ حصه کې کله چې د موټرو پلورنځي پر لور روان وو ووژل شو.
د ادریس د کورنۍ غړي پولیس د خلکو امنیت تامین کې پاتې بولي او زیاتوي چې تر اوسه د نوموړي د وژلو عاملین نه دي نیول شوي.
د ادریس ورور:«هغه شپه زه دفتر کې وم چې خبر راغی دا چې ورور دې وژل شوی دی، پر هغه یې څو ډزې کړې وې.»
په همدې حال کې د دې ولایت امنیه قومندان، عبدالبصیر خپلواک وايي روان زیږدیز کال کې ۲۰۰ جنايي پېښې ترسره شوي دي او په تړاو یې لسګونه کسان نیولي دي.
دی زیاتوي:«د دې پېښو ټول عاملین نیول شوي دي او عدلي بنسټونو ته سپارل شوي دي.»
سره له دې د کاپیسا ولایت اوسېدونکي وايي چې که حکومت د غیر مسوؤلو وسله والو کسانو مخه ونه نیسي نو حالت به له دې هم زیات خراب شي.