د کندز ولایت کې د دیني عالمانو په ګډون یو شمېر اوسېدونکي په یوه غونډه کې غواړي چې د سولې خبرې اترې دې چټکې پرمخ بوتلل شي.
دوی وايي چې له جګړې ستړي شوي او د سولې تږي دي. د غونډې ګډونوال پر طالبانو هم غږ کوي چې د سولې لاره غوره کړي.
د غونډې ګډونوال، مولوی سید صادق محسني وايي:«هره ورځ ګورو چې ښځې، سړي، ماشومان او بوډاګان د جګړې قرباني کيږي. موږ د پروګرامونو پلي کولو لپاره تر هرڅه لومړۍ سولې ته اړتیا لرو. جګړه هرڅه ګواښوي.»
په همدې حال کې د په کندز ولایت کې د سولې عالي شورا د سیمهييز دفتر رییس، عبدالبصیر له طالبانو غواړي چې د سولې بهیر سره یوځای شي.
دی زیاتوي:«کله چې د سولې موضوع نړیواله شوه نو کابو درې زره افغان علما کابل ته راغلل او فتوا یې ورکړه چې جګړه په افغانستان کې حرامه ده او هغه یې فتنه وبلله، دا کار د سولې عالي شورا پرمټ وشو. خلک په پښو راغلل د سولې لپاره یې حرکتونه وکړل. زه مخالفو وسله والو ته هم وایم چې که ځانونه د افغانستان بولي نو را دې شي او هغه ستونزې چې لري هغه د جګړې نه بلکې د خبرو له لارې یې هوارې کړي.»
په همدې حال کې د کندز والي، عبدالجبار نعیمي ژمنه کوي چې د سولې په لار کې به خپلې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.