Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې

د کندز ولایت دشتې ارچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نن(سې‎شنبې د غبرګولي۲۹مه) نښتې شوې دي.

د کندز ولایت د اریکو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نښته تېره شپه د کندز ولایت د دشتې ارچې ولسوالۍ په بازار سیمه کې وسلوالو طالبانو دملي اردو او سیمه‎ييزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د سیمه‎يیزو سرچینو د مالوماتو له مخې په دې نښتو کې د وسله‎والو طالبانو ۷ تنه وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان دي.

همداراز په دغه نښته کې دوه د پوځ سرتېرو او دوو سیمه‎ییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې نښتو کې دوه سرتیري او دوه پولیس ټپيان دي چې روغتیايي حالت يې ښه دی. 

د یادونې وړ ده چې له اوربندوروسته په کندز کې دا لومړۍ ځل دی چې وسله‎وال طالبان او افغان امنیتي ځواکونه یو د بل سره مخامخ کیږي.

د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښتو کې دوو افغان سرتېرو او دوو سیمه ییزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ