د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د شنبې په ورځ (د وږي په ۳ مه) په یوې خبرپاڼه کې په کونړ ولایت کې د هوايي برید په پایله کې د داعش ډلې د پنځو تنو جنګیالیو له وژل کېدو خبر ورکړ.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د نرنګ او ماڼوګۍ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې پنځه تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي.
په دغې خبرپاڼه کې د برید د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات ورکړل شوي نه دي.
داعش ډله د کونړ او ننګرهار ولایتونو په ځينو برخو کې فعالیت لري.