د حکومت پر کړنو باندې د ولسي جرګې د څارنې د ځانګړۍ کمیسون ریس، عبدالعظیم مجددي وایي، چې د ګاونډي هیوادونه د نوي کابل ښار د کارونو د پرمختګ خنډ ګرځي.
مجددي وایي، چې د نوي کابل ښار پروژه د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري، خو د ګاونډیو هیوادونو د مداخلې له امله تر دې دمه دا پروژه تر اوسه پیل شوې نه ده.
د یاد کمیسون ریس، عبدالعظیم مجددي وایي:«د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې او د دې پروژې د اهمیت په اړه د خلکو نه پوهاوی د دې پروژې د ځنډیدو لامل شوی دی.»
د نوي کابل ښار د پروژې اجراییوي رییس، غلام سخي حسن زاده وایي:«موږ دوې میاشتې وړاندې د نوي کابل ښار پروژې کار پیل کیدو ته تیاری درلود، خو دا پروژه د ځینو لاملونو له امله پیل نه شوه، موږ اوس هم د دې پروژې د پیلیدو لپاره چمتوالی لرو.»
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ده سبز د خلکو استازی، الله ګل مجاهد خبرداری ورکوي، که چیرې حکومت د ده سبز له ځمکوالو سره هوکړې ته ونه رسیږي، ددې پروژې کار به پیل نه شي.
ښاغلی مجاهد وایي:«ننۍ غونډې ته رابلل شوي کسان فرمایشي کسان و، زه خپله د ده سبز د خلکو استازی یم، ولې یې زه دغې غونډې ته نه وم غوښتلی، تر هغه چې اوسني چارواکي ددې پروژې مسوولیت په غاړه ولري، د دې پروژې کار به پیل نه شي.»
اټکل کیده،ت چې د نوي کابل ښار د پروژې کار د روان زیږدیز کال په غبرګولي میاشت کې پیل شي، خو د ده سبز اوسیدونکو د لاریونونو په ترسره کولو سره د دغې پروژې د پیل کیدو مخنیوی وکړ.
په دې اړه مو اندونه