د ناټو عمومي منشي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د سیمې هېوادونو ونډه ډېره مهمه بللې ده.
د ناټو سرمنشي ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نهلري او ناټو به له افغان دولته ملاتړ وکړي ترڅو په دغه هېواد کې سولې لپاره لاره هواره شي.
په همدې حال کې د ناټو دفاع وزیران به سبا په بروکسل کې له افغانستان سره د مالي او پوځي مرستو د دوام پر څرنګوالي خبرې وکړي.
ینس سټولټنبرګ وايي کهڅه هم امارات د ناټو تړون غړی نه دی، خو دغه او نور هېوادونه له ناټو سره همکاري کوي.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل:« متحده عربي امارات د ناټو یو همکار هېواد دی، ناټو د ایسف په ماموریت او اوس د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې ډېر متحدین او همکاران لري، په غوڅ ملاتړ ماموریت کې یوازې ناټو شامله نه ده بلکې د متحده عربي اماراتو، قطر او له ناتو پرته غیراروپايي هېوادونه لکه سویډن، فنلنډ، ګرجستان او نور په دې ماموریت کې شامل دي.»
د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې څرګندوي د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نهلري چې ټاکل شوې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د پوځیانو شمېر زیات شي.
د ناټو سرمنشي زیاته کړه:« افغان دولت زموږ مرستې ته اړتیا لري، باید د سیاسي پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي، موږ په افغانستان کې پر پوځي لارې باور نهلرو، موږ باوري یوو چې د افغان امنیتي ځواکونو پياوړتیا به افغان طالبان سیاسي پخلاینې ته اړ کړي.»
ینس ستولتنبرګ همداراز زیاتوي ناټو د افغانستان ستونزې نهشي هوارولای.
هغه څرګنده کړه:« ناټو د افغانستان ستونزې نهشي هوارولای، افغانان باید په خپله خپلې ستونزې حل کړي، دا بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او د دوی په مالکیت وي، هغه څه چې ناټو یې کولای شي دا دي چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره مرسته وکړي.»
ټاکل شوې د ناټو د دفاع وزیران د جمعې په ورځ له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغان ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام د څرنګوالي په اړه په بروکسل کې بحث وکړي.