Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوازې تېره میاشت کې د کندهارۍ ښځو پر وړاندې ۱۹د تاوتریخوالي پېښې

په کندهار ولایت کي تیره میاشت د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۱۹ قضيي ثبت شوي دي، په دې ولایت کې د ښځو چارو ریاست د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو زیاتوي، دې قضیو کې د وهلو، د میراث او په کم عمر کې د نجونو واده کول شامل دي.

په همدې حال کې په کندهار کې د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون مسوولین بیا د روان زږدیز کال له پیله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالیو د ۶۸ قضیو له ثبت څخه خبر ورکوي. په دې اړه وايي چې عدلي او قضايي ادارو له لوري د ښځو د تاوتریخوالي پيښو ته تر ډېره پام نه دی شوی.

د کندهار ولایت د ښځو چارو رئیس، روقیه اڅکزۍ په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالي زیاتوالي په اړه وايي:«موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه د ولایت او نورو ادارو په ګده یو کمیسیون جوړ کړی دی چې تیره میاشت موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹ قضيې ثبت کړي دي. په دغه قضیوو کې د ښځو ډوبول، د میراث نه ورګړه او په کم عمر د نجونو ودول دي.»

همدارنګه په کندهار ولایت کي یو شمېر ښځې د کورنیو له لورې پر ښځو د تاوتریخوالي او له کور څخه د باندې د کار کولو د اجازې پر نه ورکړې اندیښنه ښه‎يي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې، فتانه وايي:«حکومت باید د ښځو پر وړندې د تاوتریخوالي لپاره جدي پاملرنه وکړي ځکه زموږ ډیري ښځي د دغه تاوتریخوالي له امله آن خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

همداراز بله اوسېدونکې، رویا زیاتوي:«له ډېرې ښځو څخه په کندهار ولایت کې د کور څخه د باندې د کارکولو حق هم اخیستل شوی دی.»

بل خوا په کندهار کې د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون سیمه‎ییز دفتر مسوولین وايي د روان زیږدیز کال له پیله په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۶۸ قضي ثبت شوي دي، د دوی په خبره تر ډیره بریده د یاد ولایت په عدلي او قضايي ادارو کې د ښځو د قضیو څیړلو ته کومه خاصه پاملرنه نه کیږي.

په کندهار ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دفتر سرپرست، فخرالدین فایض څرګندوي:«بدبختانه چې په کندهار کې عدلي او قضايي ادارې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ډیرې پيښیو د څېړلو لپاره رسیده ګي نشي کولای او همدارنګه د پولیسو په جنايي برخه کي هم د ښځو کمی دی چې د دې لامل دی. یو کال پيښي بل کال ته پاته کیږي او موږ په دي سره سخت اندیښمن یوو.»

په کندهار کي د بشري حقونو سیمه‎ییز دفتر څرګندوي چې تېر زیږدیز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۱۸ قضيې ثبت شوي دي او په کې د میراث نه ورکړي، جنسي زورونې ، په کم عمر کې د نجونو ودول او له کور څخه د باندې د کار کولو د اجازې نه ورکول شامل دي.

په کندهار ولایت کي یو شمېر ښځې د کورنیو له لورې پر ښځو د تاوتریخوالي او له کور څخه د باندې د کار کولو د اجازې پر نه ورکړې اندیښنه ښه‎يي

شریک یي کړئ