د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر موټر نن ګهیځ په هلمند کې هغه مهال د واټ تهڅېرمه په ماین برابر شو چې د لښکرګاه ښار په اړونده سیمه کې پوځي عملیاتو د پوښښ لپاره تللی وه په دغې پېښه کې نعمت الله زهیر وژل شوی او چلوونکی یې ټپي شوي دی.
دا د نعمت الله زهیر هغه ویناوې دي چې له پېښې څخه څو دقیقې وړاندې ثبت شوې دي.
له مړینې څخه څخه مخکې د زهیر ویناوې:«موږ د لښکرګاه ښار د سور ګدر په لور د تلو په حال کې یوو ترڅو وګورو چې څه خبرې دي.»
نعمت الله زهیر له ۲۰۰۱ کال راهیسې د خبریال په توګه کار کوي او ۸ کاله کېږي چې له اریانا نیوز سره په هلمند کې د خبریال په توګه کار کوي.
هغه د وردکو ولایت اوسېدونکی دی ټاکل شوې ده په دغه ولایت کې خاورې ته وسپارل شي.
د هلمند خبریالانو د ټولنې رییس زین الله ستانکزی وايي:«ټوله سیمه له ماینونو څخه پاکه شوې نه وه.کهڅه هم چې سړک پاک شوی وه،خو په څنډه کې کله چې نعمت الله خپل موټر د واټ خواته ودراوه، د واټ تهڅېرمه له ځای پر ځای شوي ماین سره برابر شو.»
د نعمت الله زهیر کورنۍ وايي چې هغه له ماشومتوب څخه له خبریالۍ سره مینه لرله.
د نعمت الله زهیر ورور عبدالحلیم وویل:«خپل مسلک ته ډېر وفاداره وه او په اخلاص یې خپل د خبریالۍ کار ترسره کاوه.»
په هلمند کې د ملي راډیوټلوېزیون امر حیات الله داوري په دې اړه زیاتوي:«له حکومت څخه زما غوښتنه دا ده چې د ولسي وګړو ژوند ته دې ډېره پاملرنه وکړي.هغوی دې پرې نه ږدي چې له ګواښونو سره مخ شي.»
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم په دې اړه وویل:«زه د تعمت الله زهیر کورنۍ ته تسلیت وایم.زه د خبریالانو خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتونکی یم.»
نعمت الله زهیر ۳۷ کاله عمر لره.له هغه څخه درې زامن او یوه لور پاتې شوه.
په دې اړه مو اندونه