Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصادي ننګونو له امله پکتیا کې د اوو رسنیو د فعالیتونو درېدل

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، پکتيا کې اوو رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي.

د چارواکو په وینا په دغو اوو رسنیو کې څلور راډيوګانې، دوه چاپي او يوه پر ليکه (انلاین) رسنۍ شاملېږي.
 
پکتیا کې د ځینو رسنيو مسوولين او کارکوونکي وايي چې شته رسنۍ هم له خورا سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتا نه‌شي کولای چې پر وخت د خپلو کارکوونکو تنخوا ورکړي.

پکتيا کې د نن راډيو د نشراتو مسوول سيد عمر عادل وايي:«هغه رسنۍ چې په دغه ولایت کې فعالیت کوي له اقتصادي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او یوه ځانګړې سرچینه نشته چې هغوی تمویل کړي.»

پکتيا کې د هوا راډيو د نشراتو مسوول سيف صياد هم څرګندوي:«رسنۍ خو د یوه هېواد سترګې دي، که چېرې دولتونه او حکومتونه هغوی ته پاملرونه وکړي کولای شي هم ځان ته ګټه ورسوي او هم نظامونو ته مشروعیت ورکړي.»

د ځينو نورو رسنیو کارکوونکي هم وایي که اسلامي امارت او د رسنیو ملاتړي بنسټونه یې ملاتړ ونه‌کړي، ښایي له څو مودې وروسته یې د رسنیو فعالیت په ټپه ودریږي او دوی خپل کار له لاسه ورکړي.

 پکتيا کې د ژوند راډيو کارکوونکی احسان الله طبيب وايي:«په ټول کې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېر ژر به په دغه ولایت کې د رسنیو دروازې وتړل شي.»

 پکتيا کې د هوا راډيو کارکوونکی وحيدالله هم وویل:«له دولته دا هیله لرو چې رسنیو ته یو جدي کار ترسره کړي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.»

خو د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رييس بيا د هغو رسنيو د ملاتړ ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې فعاليت لري.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلام يار څرګندوي:«اسلامي امارت ژمن دی هغه رسنۍ چې د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ خپرونې کوي ورسره مرسته وکړي.»

دا مهال پکتيا کې د ملي راډیو او ټلوېزیون سربېره، شپږ خصوصي راډيو ګانې فعاليت لري چې دوه یې تازه فعالې شوې دي.

د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رييس بيا د هغو رسنيو د ملاتړ ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې فعاليت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه