Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرو دوو کلونو په لړ کې د نږدې ۳۰ رسنیو د فعالیت پېل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په هېواد کې نږدې ۳۰ رسنیو چې ډېری یې غږیزې دي، په فعالیت پېل کړی دی.

دغه وزارت زیاتوي هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره له ۲۵ تر ۳۰ بېلابېلو رسنیو په فعالیت پېل کړی چې ډېری یې راډیوګانې دي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې کار پېل کړی دی.»

بلخوا د رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه وايي چې د اسلامي امارت له بیاوکمنېدو وروسته په هېواد کې د کابو ۳۰۰ رسنیو نشرات درېدلي دي چې ۵۰ سلنه دغه رسنۍ د اقتصادي ننګونو له امله تړل شوې دي. 

ورته مهال د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له تحولاتو وروسته له ۷۰ ډېر ټلوېزیونونه، له ۱۰۰ زیاتې راډیوګانې او له ۱۰۰ ډېر خبري اژانسونه او چاپي رسنۍ د اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله بندې شوې دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې رسنیز مسوول مسرور لطفي طلوع‌نیوز ته وايي:«په دغې موده کې کابو ۵۰ سلنه رسنۍ وتړل شوې او ۵۰ سلنه نورې فعالې دي چې چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ په‌کې شاملېږي او فعلاً فعالیت کوي.»

بل خوا ځينې خبریالان وايي، په اوسنیو شرایطو کې رسنۍ له ګڼو ننګونو سره مخ دي او له سرپرست حکومت غواړي، چې د دغو ننګونو د حل لپاره کار وکړي.

خبریال محمد داوود مبارک اوغلو په دې هکله څرګندوي:«په افغانستان کې د ډېریو غږیزو او انځوریزو رسنیو د ډېریو بندېدل همدا اقتصادي ستونزه وه چې اسلامي امارت باید په دې برخه کې ډېر ملاتړ کړی وای. د مالیې د ټیټولو د برېښنا لګښت او جواز ته باید پاملرنه وکړي.»

د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې د اطلاعاتو پر بنسټ، دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ ټلوېزیونونه، څه باندې ۲۰۰ راډیوګانې، نږدې ۱۰ خبري اژانسونه او ۱۴ چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

ځينې خبریالان وايي، په اوسنیو شرایطو کې رسنۍ له ګڼو ننګونو سره مخ دي او له سرپرست حکومت غواړي، چې د دغو ننګونو د حل لپاره کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه