Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طلوع‌نیوز خبریالان "د کال خبریال" د ګډې جایزې د ګټونکو په ‌ډله کې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د بلجیم په مرکز بروکسل ښار کې د یوه پروګرام په لړ کې «د افغانستان د ۱۴۰۲ کال د خبریال» د یوولسم پړاو د کلنۍ جایزې ګټونکي اعلان کړل.

د طلوع نیوز د درېیو خبریالانو په ګډون پنځه خبریالان د دغه مرکز له لوري په ګډه، د کال خبریال د جایزې د ګټونکو په توګه اعلان شول.

دغه پروګرام د اپرېل میاشتې پر پنځمه نېټّ د بلجیم په مرکز بروکسل ښار کې ترسره شو.

د دغه مرکز د مشر احمد قریشي د څرګندونو له مخې، په دغه رقابتي پروګرام کې د افغانستان له ۵٠  د ډېرو رسنيو خبریالانو او خپلواکو خبريالانو برخه اخيستې وه.

ښاغلي قریشي د دغه رقابتي پروګرام په هکله وویل:«د افغانستان د کال خبریال د یولسم پړاو ځينې ګټونکي خبریالان د بلیجم په پلازمېنه بروکسل کې د ځينو مراسمو په لړ کې معرفي او وستایل شول.»

بلخوا، یو شمېر خبریالان د دا ډول رقابتي پروګرامونو د ترسره کېدو هرکلی کوي او د خبریالانو د لا زیات ملاتړ غوښتونکي دي. دغه خبریالان یو ځل بیا اطلاعاتو ته پر وخت نه لاسرسي نیوکه کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ وکړي.

خبریال محمد رقیب فیاض وايي:«هغه پروګرامونه چې د خبریالانو د هڅونې لپاره جوړېږي، ډېر ښه دي او په افغانستان کې د خبریالۍ د کار لپاره ډېر ګټور دي او موږ له هغوی هر کلی کوو.»

د افغانستان د کال د خبریال جایزه هر کال په هېواد کې د خبریال له ملي ورځې سره هم‌مهاله ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه