د بلخ سیمهییز چارواکي له هغې کورنۍ سره د مرستې خبر ورکوی چې غوښتل یې د بېوزلۍ له امله خپل یو نیم کلنه ماشومه وپلوري.
د دې ماشومې مور وايي، د بېوزلۍ له امله يې د خپلې ماشومې له پلورلو پرته بله چاره نه درلوده، خو د بلخ سيمهييز چارواکي وايي، د دغې ماشومې له کورنۍ سره يې مرسته کړې او د هغه د پلورلو مخه يې نيولې ده.
د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: «څو ورځې مو له د سرې میاشتې له مسوولانو سره ناسته درولوده، انشاء الله دا خلک مرستندویه بنسټونه متوجه کوي.»
په شمال کې د سرې میاشتې ساحوي رییس يار محمد فاروقي زیاتوي: «په بلخ ولایت کې د سرې میاشتې په ګدامونو کې یوه اندازه توکي وو چې له دې کورنۍ سره مو مرسته وکړه، څو اقتصادي وضعیت یې ښه شي.»
يو نيم کلنه ماشومه هديه نومېږي او د ۶۰ زره افغانيو په بدل کې خرڅلاوو ته وړاندې شوې وه، خو مور یې زیاتوي، د اقصادي ستونزو له کبله دې کار ته اړ شوې ده.
د هديې مور نسرین وايي: «ډېره ناچاره یم، د خوران او سون لپاره هېڅ نهلرم، د ژمي لپاره مو هم هېڅ چمتوالی نهدی نیولی، اړ یم چې همدا لور مې وپلورم او د ژمي لپاره پرې یو څه وپېرم.»
د دې ماشومې مور زیاتوي، له څه باندې یوه کال راهیسې یې له مرستندویه موسسو او سیمه ییزو چارواکو هېڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې.
ورته مهال د هدیې خور مسکا وايي: «زموږ د کورنۍ وضعیت سخت خراب دی، لطفاً له موږ سره دې مرسته وکړي چې خور مې و نه پلوري.»
له دې سره سم د هدیې ګاونډۍ شاه خانم څرګندوي: «کله چې خبره شوم دوی خپله لور پلوري، په خدای دوه-درې ورځې وشوې زړه ته مې ډوډۍ نه کېږي.»
په همدې حال کې يو شمېر ديني عالمان د ماشومانو پلورل حرام بولي او له بېوزلو کورنيو سره د دولت د همکارۍ غوښتنه کوي.
دیني عالم محمد ابراهیم وايي: «د بشر پلورل الله حرام ګرځولي.»
د هديې پلار تر يو کال وړاندې د مزارشريف ښار په يوه هوټل کې اشپز وو. د هغه له وزګارېدو وروسته، د کورنۍ خراب اقتصادي وضعيت دې ته اړ کړ چې د کورنۍ د نورو غړیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشوم وپلوري.
په دې اړه مو اندونه