Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د مالیې لوړېدو په غبرګون کې د قصابانو کاري اعتصار

په هرات ولایت کې ګڼ شمېر قصابانو د څارویو د مسلخ مالیې د لوړېدو له امله کاري اعتصاب کړی دی.

د یاد ولایت د قصابانو ټولنې د مسوولینو په وینا، د دولتي مسلخ قراردادي شرکت پر دوی د مالیاتو کچه څو برابره لوړه کړې ده.

د هرات د قصابانو ټولنې رییس عبدالقدیر رحیم زاده وايي: «قصابان باید د یوه پسه ۶۵۰ او یوه غوايي ۲۶۰۰ افغانۍ مالیه ورکړي.»

د هرات د قصابانو ټولنه وایي، د خصوصي سکټور له لوري د څارویو یو معیاري مسلخ ځای جوړ شوی خو تر اوسه ورته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

یو قصاب احمد وايي: «هېڅ وخت زموږ او د هرات اوسېدونکو ته د منلو وړ نه‌دی.»

یو بل قصاب عبدالله وايي: «دلته خلک پنځوس یا سل افغانۍ کار کوي، د ماشومانو نفقه له همدې ځایه پیدا کوي، که شپږ یا شپږ نیم سوه افغانۍ مالیه ورکړي، دا خلک له ولږې مري.»

د هرات یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د قصابانو د اعتراض له امله په دغه ښار کې د څارویو غوښو ته لاسرسی کم شوی دی. دوی د غوښو د بیو له لوړوالي هم اندیښمن دي.

د هرات اوسیدونکی غلام سرور وايي: «د شپې د قران ختم لرو، په ټول ښار کې غوښه نه پیدا کېږي.»

د هرات اوسیدونکی عبدالمتین وايي: «پسه ژوندی وي، موږ ورته وایوو پسه حلالوو، راته وايي، اجازه نه‌لرئ.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولان بیا د قصابانو غوښتنو ته د رسیدو ډاډ ورکوي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل زیاتوي: «د هغوی نیوکو ته غوږ نیول کېږي او لېلام ته یې ږدو. دا چې هم ټاکل شوې لېلام ته کېښودل شوې او وروسته پرې کار پیل شوی دی.»

د هرات د قصابانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې څه باندې پنځوس زره تنه د څارویو په مسلخ او د غوښې پلورلو په هټیو کې پر کار بوخت دي، چې د قصابانو له کاري اعتصاب سره سم دغه کسان هم وزګاره شوي دي. د دې ټولنې په وینا، په هرات کې د ورځې تر ۶۰ ټنه غوښه تولید او مصرفیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه