Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځيو او روغتونونو له نشتوالي د خوست د صبريو ولسوالۍ د اوسېدونکو شکایت

د خوست د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په ټوله ولسوالۍ کې د نجونو یوازې یو لومړنی ښوونځی لري.

دوی غوښتنه کوي چې په‌دې ولسوالۍ کې ورته ښوونځي جوړ شي.

د دوی وايي، له څو کلونو راهیسې د دې ولسوالۍ یوازېنی روغتون هم د تشکیلاتو د نشتون له امله غیر فعال دی.

د سیمې اوسېدونکی ناصر الدین وايي: «کلینیک او ښوونځیو ته اړتیا لري، د سرکونو جوړولو ته ضرورت لري، همداسې ویالې دي، ډنډونه دي، د څښلو اوبه دي، دا ټول هغه اړتیاوې دي چې زموږ خلک ورته سخت ضرورت لري.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی نور ولي شاه زیاتوي: «د نجونو ښوونځي موږ نه‌لرو، ډېر شدید ضرورت ورته لرو، همداسې کلینیکونه نه‌لرو، سرکونه مو خراب دي، ښار ته چې ځان رسوو، ناروغ مو د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.»

له دې سره سم، مسوولان د دې ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د پوهنې امر کریم الله کامران وايي: «د اینده لپاره پوره تصمیم یې نیولی دی او موږ ته د ریاست له طرف نه یې پوره اتمنان راکړی، ان‌شاء الله کوم مشکل به هم نه‌وي او دغه ابتدایې له لومړي ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې فعالوي.»

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر ناصر زیاتوي: «له امارت اسلامي څخه غوښتنه کوو چې دغه شفاخانه فعاله کړي او یو روغتون جوړ شوي، څو د صبریو خلکو او ورسره د دریو نورو ولسوالیو خلکو ته د روغتیا ښه زمینه برابره شي.»

ورته مهال د خوست سیمه‌ییز مسوولان وایي، هلته یې ځینې کارونه پیل کړي او د لا ډېر کار پلان په‌کې لري.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس شبیر احمد عثماني وايي: «اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه کوي، په‌دې مورد کې سږ کال دې ولسوالیو ته ډېرې پروژې لېږل شوې هم دي او نورې هم روانې دي.»

په یعقوبیو او صبریو ولسوالیو کې د تېرې جګړې پر مهال د نورو ودانیو سربېره د ښوونځیو ودانۍ هم ویجاړي شوي او د دې سیمې ځایي اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی غوښتنو ته پاملرنه او رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه