Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فراه کې ازادې فضا ته د څه باندې ۳۰۰ مرغانو خوشې کول

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وایي، یو قطري سوداګر د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۰ څاړي ازادې فضا ته خوشې کړي دي.

د دې ادارې د مسوولانو په وینا، د ګڼو عربي هېوادونو یو شمېر سوداګر په‌دې ولایت کې د نادرو څارویو او مرغانو په روزنه بوخت دي.

د فراه د طبیعي مېراثونو د ساتنې رییس حامد صافی وايي: «دوی تقریباً له ۳۰۰ ډېر ښودلي وو چې نن به یې خوشې کوي.»

قطري سوداګر علي بن عبدالله وايي: «په افغانستان کې د څاړي نسل د کمېدو په حال کې دی. موږ لېوال یوو چې په فراه کې دغه مرغان وروزو.»

دغه قطري سوداګر وایي، په فراه کې یې د څاړي د روزنې یو فارم جوړ کړی او اوس‌مهال په‌دې فارم کې څه باندې یو نیم زر څاړي ساتل کېږي.

ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د ګڼو عربي هېوادونو له یو شمېر سوداګرو سره یې د یو شمېر نادره څارویو او مرغانو د روزنې اړوند تړونونه لاسلیک کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمان وايي: «طبعاً له مختلفو هېوادونو راځي، متحده عربي اماراتو او له کویټ څخه هم ځینې شیخان راغلي ښکار کوي.»

په همدې حال کې د فراه یو شمېر اوسېدونکي، په‌دې ولایت کې د نادرو ژویو د ښکار د مخنیوي غوښتنه کوي.

د فراه اوسېدونکی رحمت‌الله وايي: «موږ غواړو چې د ښکاریانو مخه باید ونیول شي، ځکه مرغان باید ازاد وي او زموږ چاپېریال کې باید مرغان واوسي او موږ له هغوی خوند واخلو.»

د فراه اوسېدونکی نقیب‌الله زیاتوي: «د دوی څخه یوه نړۍ مننه، موږ غواړو چې د ښکار مخه ونیول شي، د مرغانو د وژلو مخه ونیول شي.»

څاړي یو له هغو مرغانو څخه دی چې له یوه هېواده بل هېواد ته کډه کوي. دغه مرغه د ژمي په موسم کې فراه ولایت ته راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه