د هېواد په سوېلي حوزه کې په لسګونو سوداګرو په یوې اعتراضیه غونډه کې، له پاکستانه غوښتي چې په اقتصادي چارو کې خپلو سیاسي چلند ته د پای ټکی کېږي.
هغوی وايي چې پاکستان د اپټا (APTA) تړون پر وړاندې، د سوداګرۍ په برخه کې، سیاسي چلند ته مخه کړې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس صديق مهمند وايي:«موږ د خپلې هوکړې پر بنسټ چې له اوو هېوادونو سره یې لرو، ولاړ یوو؛ خو هغوی دي چې د دغې هوکړې پر خلاف کړنه کوي.»
د کندهار د سپين بولدک سوداګرۍ خونې رییس محمد شفيق اڅګزی څرګندوي:«دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو په زیان ده او نه یوازې موږ بلکې هغوی به هم زیان وویني.»
د دې ناستې ځينې نور ګډونوال بيا وایي که پاکستان د افغان سوداګرو پر مالونو لګېدلی محدوديت لېري نهکړي، نو دوی به له دولت سره په همغږۍ د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ پر نورو بدیلو لارو غور وکړي.
په کندهار کې سوداګر عتيق الله احمدي طلوعنیوز ته وویل:«په اقتصادي چارو کې سیاسي استفاده هم زموږ په زیان ده او هم د هغوی.»
بل سوداګر محمد ولي هوتک هم څرګندوي:«د سوداګرۍ په سیاست کې له دغې وسیلې استفاده هم زموږ په تاوان ده او هم د هغوی؛ ځکه بله لار نهلري او یوازې بدیله لار یې دا ده چې موږ ټرانزیټي لار بنده کړو، هغوی هم اړ شي چې موږ ته اسانتیاوې رامنځته کړي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا طلوعنیوز ته وايي:«د دې لپاره لږ ترلږه درې میاشتو ته اړتیا ده چې یا یوه بدیله لار پیدا کړو یا هم له هغوی سره هوکړې ته ورسېږو.»
سوداګر وایي پاکستان تل د سوېلي حوزې د تازه مېوې د فصل پر مهال د ترانزيټ په برخه کې ستونزي جوړوي، خو د تازه رامنځته شوي ستونزي د هواری په برخه کې اسلامي امارات ورته د مرستي ډاډ ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه