Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د روږدو کسانو د درملني لپاره ۴زره بستریز روغتون فعاله شوی

هرات کې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري د روږدو کسانو د درملنې په موخه څلور زره بستریز روغتون فعال شوی دی.

پر نشه‌یي توکو روږدي کسان له هرات ښاره تر راټولېدو وروسته، د درملنې په موخه دغه روغتون ته لېږدول کېږي.

ډېری روږدي کسان په تېر ژمي کې راټول شوي وو او هرات کې د اعتیاد د پرېښودو په خصوصي مرکزونو کې ساتل کېدل.

د هرات امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو د تقاضا د کمښت مدیر، سید محمد سادات وویل:« په ښار کې ډېر کم روږدي کسان شتون لري، له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت خپل پلانونه لري چې، په ښار کې پاتې دغه روږدي کسان ژر تر ژره راټول کړي او په دغه ۴ زره کسیزه مرکز کې ورته ځای شته دی.»

د هرات د سیمه‌ییزو مسوولانو په خبره، تمه ده دغو روږدو کسانو ته له درملنې وروسته د مسلکي زده کړو زمینه هم برابره شي.

د دغه اقدام موخه، د کار بازار ته د دغو کسانو ورتلل او پر نشه‌یي توکو د بیا روږدي کېدو مخنیوی دی.

تر درملنې لاندې روږدی محمد نایب، وايي:«له ځوانانو مو هیله ده چې خپل ځان زموږ پشان نه‌کړي او مغروره نه‌شي چې موږ د نورو پشان نه‌کېږو، زموږ څخه دې پند واخلي چې فردي ازادي راڅخه اخیستل شوې ده.»

تر درملنې لاندې یو بل روږدي، محمد عظیم هم طلوع‌نیوز ته وايي:«زه چې کله ایران ته لاړم په دغو توکو روږدې شوم، په خونه کې راسره ملګري وو، چې نشه‌یي توکې یې څکول او زه یې هم عادت کړم.»
 
تر درملنې لاندې روږدي نورالدین، هم په دې تړاو څرګنده کړه:«بې ځایه مه کښېنئ، زه له هرچا سره بې ځایه ګرځېدم، چې په دغې ناروغۍ اخته شوم.»

هرات کې د تېر ژمي پرمهال د خلکو په مالي مرستې د بې سرپناه روږدو کسانو د راټولولو بهیر پېل شو.

داځل، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت، هرات کې پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه بودیجه ځانګړې کړې ده.

د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رییس، احمد جاوېد مایار په دې تړاو وايي:«له هماغه پېله مې د هرات شریف ولس د نغدي مرستو تر څنګ ځینې توکي او جامې هم ترلاسه کړې.»

د هرات د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې پر نشه‌یي توکو څه باندې ۷۰ زره روږدي ژوند کوي.

د دغو روږدو کسانو له ډلې، پنځه زره تنه یې سرپناه نه‌لري چې ډېری یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي. هرات کې له ټولو روږدو کسانو، دیارلس سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه