Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات سیمه‌ییز مسوولان: د زلزله ځپلو لپاره ۸ زره کورونو ته اړتیا ده

د هرات د زلزله ځپلو لپاره د ۲زره کورونو د جوړېدو د چارو د پېل سره سم، د دغه ولایت چارواکي وایي چې د زلزلې زیانمن ۸ زره کورونو ته اړتیا لري. 

د دوی په وینا، په وروستیو زلزلو کې د هرات په لسو کلیو کې تر ۸ زرو زیات کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

عبدالله اکبري، د هرات ولایت د ښار جوړولو رییس طلوع‌نیوز ته وايي:«د سرې میاشتې او ځینو نورو بنسټونو لکه د کلیو د پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې د زلزله ځپلو لپاره لږ تر لږه ۸ زره کورونو ته اړتیا لرو.»

د هرات د والي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي هم په دې هکله څرګندوي:«دغو خلکو ته هر څه رسېدلي او اوس د کور جوړولو بهیر پېل دی چې تاسو یې وینئ دغه بهیر هم په بېلابېلو ځایونو کې روان دی.»

ورته مهال، د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ځينو کلیو کې خیریه بنسټونه او سوداګر ښارګوټي جوړوي. 

د یوه خیریه بنسټ مشر، بشیر احمد خوافي وویل:«موږ پرېکړه کړې چې د زلزله ځپلو لپاره په خپلو شخصي پېسو ۱۰۰ کورونه جوړ کړو.»

د هرات د کوشک سیمې اوسېدونکي چې په زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي او دا چې نوي کورونه ورته جوړ شوي دي، خوښ دي؛ خو د کورونو په معیاري ډول د جوړېدو غوښتنه کوي، تر څو د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.

عبدالله، طلوع نیوز ته څرګنده کړه:«ژمی راتلونکی دی، شپې ډېرې سړې شوې دي او په خېمه کې ژوند کول ډېر سخت دي که له ژمي مخکې جوړې شي نو ډېر به ښه وي.»

زلزله ځپلي سنګین هم وویل:«دغه کورونه باید تر دې حده مقاوم اوسي چې د ریکټر په کچه له ۸ څخه تر ۱۰ درجو پورې د زلزلې مقاومت ولري.»

انجنیر شکرالله اکبري وايي:«که اوس په همدې حال اوسي، ښایي زیان وویني، ځکه پوره مقاومت او کلک والی یې تر اوسه نه‌دی ترلاسه کړی او په پایو مو چت نه دی درولی.»

د هرات په زنده جان، انجیل، کوشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې په لسګونو کلي د وروستیو زلزلو په پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، د دغو سیمو خلک اوس سرپناه نه‌لري او په خېمو کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه