Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه راستانه شوي کډوال: له زده کړو بې برخې پاتې وو

د تورخم له لارې د تازه راستنو شويو کورنيو له منځه د ډېرو هغوی ماشومان په پاکستان کې د کډوالۍ پرمهال له زده کړو بې برخې پاتې دي، دوی وایي هلته يې د زده کړو پر ځای کورنۍ ته د نفقې ګټلو په پار درانه کارونه او د ورځې مزدوري کوله.

دغه کورنۍ وايي، ماشومانو ته يې د پاکستاني حکومت له خوا په دولتي او وړيا ښوونځيو کې د زده کړو اجازه نه وه او دوی په خصوصي ښوونځيو کې د ماشومانو د شاملولو او زده کړو وس نه درلود.

تازه راستون شوي کډول، لاهور خان طلوع نیوز ته وویل: « پاکستان زموږ سره ډېر ظلم کړی او موږ یې په دې سړه هوا کې له هېواده واېستلو.»

یو بل تازه راستون شوي کډوال، وکيل احمد هم وویل: « زموږ ماشومان یې زده کړو ته نه پرېښودل چې ښوونځي ته لاړ شي او کډوالې طبقې ته یې هیڅ پاملرنه نه وه.»

تازه راستانه شوي ماشومان او تنکي ځوانان وايي، غواړي زده کړې وکړي او سرپرست حکومت دې ورته د ژوند د نورو امکاناتو تر څنګ د زده کړو زمينه هم برابره کړي.

له پاکستانه راستون شوي کوچني کډوال، جمال الدين وویل: « موږ هیڅ زده کړې نه دي کړي او یواځې کار او غریبۍ باندې بوخت وو او پیسې مو نه لرلې چې ښوونځي ته لاړ شو ځکه هلته ښوونځي په پېسو وو.»

رمضان خان هغه ماشوم چې تازه له پاکستانه راستون شوی وایي: « ښوونځي وړیا وو خو موږ یې په هغو کې نه پرېښودو، ما تر پنځم ټولګي زده کړې وکړې او نور خو موږ کار او غریبۍ باندې بوخت وو.»

یو بل تازه راستون شوي کډوال، عثمان خان، هم زیاته کړه: « زه له طالبانو غواړم چې هر څنګه کیږي، دولتي ښوونځي جوړ کړي، چې په افغانستان کې بې وزله ډېر دي او وکولای شي چې د زده کړو سره یو کار پیدا کړي.»

ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د کډوالو د ستونزو د ارزونې په موخه يې عالي کمیسيون جوړ کړی او له دې لارې به ټولو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، خليل الرحمن حقاني وویل: « د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یو کمیسیون جوړ شوی، چې ټولې هغه ننګونې چې دغه کډوال یې لري د جوړې شوې طرحې پر بنسټ به حل شي.»

د ځايي مسوولينو د مالوماتو له مخې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستاني حکومت د ضرب الاجل له اعلان وروسته تر دې مهاله د تورخم له لارې ۵۵ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او زرګونه نورې يې د تورخم هغې غاړې ته د راتګ لپاره په تمه دي.

سرپرست وزارت مهاجران و عودت‌کنندگان می‌گوید که برای رسیدگی به چالش‌های مهاجران اخراج شده از پاکستان، یک کمیسیون را تشکیل داده و این کمیسیون به چالش‌های آنان رسیدگی خواهد کرد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه