Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته ښارګوټی جوړېږي

د غزني په ناوې ولسوالۍ کې یو مرستندوی بنسټ له پاکستانه را ایستل شویو کډوالو او په سيمه کې بي سرپرسته سلو کورنيو لپاره د ښارګوټي جوړولو هوډ کړی، چې تازه یې په دغه ښارګوټي کې ۲۳ کورونه یادو کورنیو ته وسپارل.

د دغه مرستندویه بنسټ مسوول وایي چې په ناوې ولسوالۍ کې یې د ښارګوټي سربېره، د نجونو او هلکانو لپاره دارالعلوم او د ۱۲ کیلو مټره اوبو کانال د کیندلو په ګډون د ۱۰ مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پېل کړې دي.

د مرستندویه بنسټ مسوول محمد سالم اخندزاده سعد په دې هکله وویل:«زموږ خدمات اوس مهال فعاله دي او زموږ موسسه پنځه لويې موخې لري چې کارونه یې الحمدالله په ښه ډول روان دي.»

د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي او له پاکستانه را ایستل شوي کسان د ياد ښارګوټي په جوړېدو خوښ دي؛ خو له اسلامي امارت او نورو مرستندویو بنسټونو د ورته نورو مرستو غوښتنه کوي.
               
غزني ته راستون شوي کډوال حميدالله وايي:«له دغه خیریه بنسټه ډېره مننه کوو چې زموږ لپاره یې کورونه جوړ کړي، نه مو سرپرست لره او نه کور.»
           
د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي جمعه خان هم څرګندوي:«د یتیمانو او بې سرپرستو خلکو لپاره یې ۱۰۰ کورونه جوړ کړي او هغو خلکو ته یې پر وخت رسېدنه کړې چې سر پناه یې نه‌لرله.»
                    
د ناوې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، عطش الحق هم په دې تړاو زیاته کړه:«غوښتنه مو دا ده، هغو خلکو ته جدي پاملرنه وکړي چې د دوی تر نظر لاندې دي.»

د غزني د ناوې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره د تېرو لسیزو راهیسې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي او په کار ده چې سرپرست حکومت د مرستو سربېره، په دغه ولسوالۍ کې مهمې او بنسټیزې پراختیايي پروژې پلي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه