Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پنجشېر کې د برېښنا اته برجونه جوړ شول

د پنجشېر سیمه‌ییز مسوولین په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د برښنا د اتو برجونو له جوړېدو خبر ورکوي.

 دوی وایي چې د دغو برجونو په جوړېدو سره به څه باندې زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د پنجشیر والي محمد آغا حکیم وویل: « نن د دغه برج د پرانیستې شاهدان یو الحمدالله له هغه وخته چې موږ(اسلامي امارت) راغلي یو، دا اتم برج دی چې پرانیستل کیږي او له ۸۰۰ تر زرو کورنۍ له دغې برېښنا برخمنې کیږي.»

افغانستان کې د یوه ترکي بنسټ مسوول، شریف الله، هم په دې تړاو وویل: « ۱۰۰ کیلو ولټ امپېره ظرفیت لري، الفلاح موسسه د دغه ټول برېښنایي سیستم ته برېښنا ورکوي او شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ چې  ۱۸ زره ډالر کیږي پرې لګښت راغی.»

ورته مهال، د پنجشېر اوسېدونکي له مسوولینو غواړي، چې برېښنا ته د لا ښه لاسرسي په موخه، پام زیات کړي.

د پنجشېر اوسېدونکي عزت الله وویل: « هغه روښنایي چې ده، د پرمختګ له اړخه ده، ځکه چې موږ کولای شو ډېرو اسانتیاوو ته ورسیږو.»

د پنجشیر یو بل اوسېدونکي نیاز محمد، هم وویل: « له دوی څخه مننه کوو چې موږ یې د برېښنا له روښنایۍ څخه برخمن کړو او باید نوره پاملرنه هم وکړي.»

 د مسوولینو په خبره، د دغه ولایت د پارندې برېښنا بند، چې ۱۶ کاله وړاندې یې د ۵.۷ میلیونه ډالرو په لګښت چارې پیل شوې وې، ۹۷ سلنه بشپړې شوې او تمه ده پاتې چارې یې هم نږدې راتلونکي کې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه