په روزګان کې د یوه ۱۲ کلن معلول زدهکوونکي په هکله د طلوعنیوز د راپور له خپرېدو وروسته، اوس ځينو دولتي او غیر دولتي بنسټونو له دغه ماشوم سره مرسته کړې ده.
محب الله د څلور ټولګي زدهکوونکی چې له دواړو پښو معلول دی، هره ورځ په خپلو لاسونو ځان ښوونځي ته رساوه.
د دغه ماشوم پلار وایي چې د خپل زوی لپاره یې د لېږد وسیله یا ویلچیر د اخیستو وس نهدرلود او هغه به هره ورځ تر ښوونځي یو کیلومټر لاره پلې کچ کوله.
د محب الله پلار نور محمد طلوعنیوز ته وايي:«محب الله زما زوی دی، له ده سره ډېر په تکلیف وم، چې دی به ښوونځي ته پرلاسو ته، نو دا رسنۍ (طلوعنیوز) چې له ما سره یې کومک کړی، د یو چا تر غوږه یې دا خبرې ورسولې، دغه ځوانانو چې زما له زوی سره یې مرسته وکړه له دوی یوه نړۍ مننه کوم.»
معلول زده کونکی محب الله هم څرګندوي:«زه پخوا پر لاسونه مکتب ته تلم، خو اوس په بایسکل ( د معلولینو لپاره د ځانګړې نقلیه وسیلې یا ویلچیر) په واسطه ځم، زه غواړم چې په ښوونځي کې زدهکړې وکړم.»
د محبالله ټولګیوال او ښوونکي د هغه د غوره وړتیاوو او پر ځان باور لرلو ستاینه کوي او له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د هغه د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.
د محب الله ټولګیوال کریم الله وايي:«دی (محب الله) چې به وختي ښوونځي ته راته پر خاپوړو ( د لاسونو په وسیله به ښوونځي ته راته، کالي به یې څيرې و، ځنګنونه به یې معلومېدل، لوڅې پښې به و، بوټونه به یې کله په لاس اغوستي و، د هغه بوټونه به هم کله کله څیرې و، خوړین به و.»
د محب الله ښوونکي عبدالرشید دوست هم وویل:«انشاالله کېدلی شي چې محب الله یوځای ته ځان ورسوي، کهچېرې د خیره بنسټونو او دلته د مسوولانو لخوا تشویق کېري او اوس ډېر فرق پهکي راغلی دی، او دی خپله اوس دې ته متوجې شوی چې څوک شته چې ده ته پاملرنه کوي.»
د شهیدانو او معلولینو چارو رییس هم وایي چې تر خپله وسه یې د دغه معلول زدهکوونکي لاسنیوی کړی او په خبره یې، راتلونکي کې به هم له هغه سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روزګان د شهیدانو او معلولینو چارو رییس عتیق الله منظور وویل:«نو موږ خو له هغه کس (محب الله) سره مرسته وکړه، د ویلچیر، او بوټونو، په راتلوونکې کې، مو نور هم دا قصد دی چې مرسته ورسره وکړو، دی له موږ سره د معیوبینو په لېست کې هم ثبت دی.»
محب الله چې دا مهال په څلورم ټولګي کې دی، کورنۍ یې وایي چې نوموړی له کوچینوالي په دواړو پښو معلول و؛ خو له زدهکړو سره د ځانګړې مینې له امله، هره ورځ په خورا سختۍ ښوونځي ته، ته.
په دې اړه مو اندونه