په جوزجان ولایت کې د رسنیو یو شمېر مسوولین د خپلو فعالیتونو پر وړاندې د اقتصادي ننګونو په اړه اندېښمن دي.
دوی د یاد ولایت د سیمه ییزو مسوولینو سره په ناسته کې، مالوماتو ته پر وخت د لاسرسي په برخه کې د مرستې او د اقتصادي ننګونو د حل غوښتنه کوي.
په جوزجان ولایت کې د یوې رسنۍ مسول، فرید صمیمي، طلوع نیوز ته وویل: « ځینې خبرتیاوې اوسي چې موږ ترې یو څه عاید لرو او خپلو څلورو کارکوونکو ته ترې معاش ورکړو، زه د یوې رسنۍ مسوول یم خو د ځان او تخنیکر پرته نور چاته معاش نه شم ورکولی.»
په جوزجان ولایت کې د یوې خصوصي راډيو مسوول، عبدالمصور هم په دې تړاو وویل: « د رسنیو اقتصادي ستونزې ډېرې دي، تر دې چې ځینې رسنیو په میاشتو میاشتو د برېښنا بیلونه نشي پرې کولی نو اسلامي امارت باید د رسنیو ملاتړ وکړي.»
د جوزجان والي هم په دغه ناسته کې د رسنیو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د جوزجان والي، ګل حیدر شفق زیاته کړه: « هر هغه څه چې اصولاً اسلامي امارت موږ ته اجازه راکړې، انشاالله مو له تاسو(خبریالانو) سره همکار یو او ملاتړ مو کوو.»
اوس مهال په جوزجان ولایت کې لس غږیزې رسنۍ، یوه تصویري رسنۍ او یوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
په دې اړه مو اندونه