Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملابرادر: هېواد کې له کډوالو او طبیعي پېښو کې ځپل شویو ته رسېدنه شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د کندهار- روزګان لویې لارې د چارو د پرانیستې پر مهال وایي، چې اسلامي امارات د هېواد د اقتصادي پياوړتیا او د بې‌وزلۍ او فقر د له منځه وړلو ترڅنګ، د هرات زلزله ځپلو او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پوره رسېدنه کړې ده.

هغه زیاتوي چې اسلامي امارت د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه سترې رغنیزې پروژې پېل کړې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال، ملا عبدالغني برادر وایي: «الحمدالله د کډوالو لپاره یو منظم پلان چمتو شوی چې خلک یې حیران کړي دي چې د دا ډول کډوالو له راتګ سره داسې پروګرامونه چمتو شوي، یقیناً چې د حیرانتیا وړ شوې ده.»

د ټولګټور چارو سرپرست وزير، محمد عيسي ثاني هم زیاته کړه: «زما په اند ښايي په دغه هېواد کې یو کس هم به نه بې‌کاره پاتې شي او یو له هغو د کرنې وزارت دی او دا هېواد د کرنې او مالدارۍ هېواد دی.»

د کناهار ځايي چارواکي وایي، د شمالي دهليز په نوم له کندهار او روزګانه تېرېدونکی دغه سړک، چې ۱۵۰ مېلیونه ډالره لګښت پرې راځي، تر رغونې وروسته به د دایکندي له لارې له شمالي ولایتونو سره ونښلول شي.

سوېلي حوزه کې د ټولګټو چارو وزارت د پروژو تخنيکي مسوول، شېرحسن خوشي‌وال څرګنده کړه:«په راتلوونکي کې ان‌شاالله دا سړک له شمال سره نښلوو چې د اسیا ټرانسپورټېشن له همدې لارې تېر شي.»

د کندهار اوسېدونکي عبدالسلام وویل: «موږ ته به ډېره ګټه وي په دې کې باید خیانت ونه‌شي او کار یې په چټکۍ سره مخته ولاړ شي؛ ځکه موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یوو.»

د اسلامي امارات د چارواکو په خبره واک ته د اسلامي امارت د بياځلي رسېدو راهيسي د کليو او ښارونو ترمنځ د لويو لارو په جوړېدو سره زرګونه کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه