Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت د ۲۸۵ نویو روغتیایي مرکزونو جوړولو تابیا لري

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ارزګان کې ویلي چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ۲۸۵ روغتیایي مرکزونه جوړوي.

قلندر عباد چې د ارزګان ولایت د خلکو روغتیایي ستونزو ارزونې په موخه هلته تللی ویلي، چې نوي جوړېدونکي مرکزونه د غوره روغتیایي خدمتونو رسولو برخه کې اړین دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد وویل: « شاوخوا ۲۸۵ نوي مرکزونه جوړیږي او  زموږ پلان په دغه برخه کې بشپړ شوی دی. »

قلندر عباد زیاتوي چې افغانستان اوس مهال د مسلکي ډاکټرانو په ځانګړې توګه ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او دوی هڅه کوي چې له نورو هیوادونو متخصص او مسلکي ډاکټران هېواد ته راوغواړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په دې اړه وویل: « موږ هڅه کوو چې د اوس لپاره له بهر څخه متخصصان او ډاکټران راولو او د خپلو ناروغانو درملنه پرې کوو او  خپل ډاکټران هم روزو.»

هغه څرګنده کړه چې د ټول هېواد په کچه د ناروغانو د درملنې لپاره ۴۵زره بسترونو ته اړتیا ده خو اوسني روغتونونه یوازې ۱۲ زره بستره لري.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد په خپلو خبرو کې وویل: « د هېواد دننه روغتونونه ۱۲ زره بسترونه لري چې موږ غواړو دغه ۴۵ زرو ته ورسوو، زموږ لومړني او منځني خدمتونه هم غواړي او زموږ کوښښ د وړتیا لوړونې لپاره دی.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست دغه راز په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه د اسلامي امارت د هلو ځلو د دوام ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه