Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سالنګ لویې لارې تونل د ننه کانکرېټ اچونه پای ته ورسېده

د ټولګټو چارو وزارت وایي د سالنګ تونل د پخولو چارې پای ته رسېدلي او ټاکل شوې راتلونکې یوې میاشتې کې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

د سالنګ لویې لارې بیارغولو چارې د روان کال په زمري میاشتې کې پیل شوې وې.

د سالنګ پروژې تخنیکي مسوول، محمد رحیم صالح زي و ویل: «د انجینرۍ اصولو پر بنسټ د کانکریټ اچولو څخه ۲۸ ورځې وروستو موږ کولی شو د موټرو تګ راتګ ته اجازه ورکړو.»

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس، عبدالحکیم اغا و ویل: «کومه سیمه چې زیان منوونکې ده او یخ بندان پکې پېښیږي، هلته موږ کارونه دروو.»

د پروان والي، عبدالعلي قدرت الله امیني و ویل: «دا سړک په لوړ معیار او په هغه ډول چې د افغانستان خلکو او اسلامي امارت غوښتنه وه جوړ شوی دی.»

ځینې موټر چلوونکي او مسافر وایي، چې د ژمي په موسم کې د خاواک او شېبر له لارو تګ راتګ ستونزمن دی.

د دوی په خبره، اړتیا ده، چې د سالنګ لار د ژمي موسم له رسېدو وړاندې د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

د بغلان اوسېدونکي، محمد حسن کاویاني و ویل: «د خاواک او شېبر له لاور هېڅ امکان نشته چې مسافر وړونکي موټر پر تګ راتګ وکړي او یوازینۍ لار همدا سالنګ ده.»

موټر چلوونکي، محمد فرید امیني و ویل: «زه د شېبر او خاواک له لارو نه شوم تللی او څو مسیره مې بدل کړل او بلاخره مې ځان شمالي تونل ته را ورساوه.»

د ټولګټو چارو وزارت او د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي، چې د موټر پر مخ د دې لارې له پرانیستل کېدو وروسته به، ګالریو او هغو برخو کې چې اړتیا ده، د رغولو چارې دوام ولري.

د سالنګ لویه لار، چې د هېواد ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له پلازمېنې او له سویلي ولایتونو سره نښلوي، د هېواد یوه له مهمو لارو شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه